د نايروبي هوايي ډګر اور لولپه کړ.

 تازه را رسیدلي خبرونه وایي چې د جومو کینیاټا هوایي ‌ډګر بیرته پرانیستل شویدی.
د ختیځې افریقا لپاره لویې هوایي هډې کې نن چهارشنبه د اور لګیدلو له کبله په درځنونو پروازونه لغوه شویدي خو چارواکي وایي چې اور یې مهار کړیدی او ډیر زر به سبا (پنجشنبه) له لندن او بنکاک څخه لومړني پروازونه وکولای شي چې دې هوایې هډې ته الوتنې ترسره کړي. د اور لګیدلو له کبله خلکو ته زیان نه دې اوښتی خو هوایي ‌ډګر ودانۍ زیان لیدلی دی.
Nairobi airport