مککين د مرسي په وړاندې د سيسي اقدام کودتا وباله.


 د بوش د ګوند سناتور او له اوباما سره په لومړی دورې کې ولاړ نوماند جان مک کين په قاهرې کې د ډیپلوماټیک ماموریت پرمهال، د سیسي لخوا د مصر د لومړي انتخاب شوي ولسمشر خلاف ترسره شوی اقدام کودتاه وباله: "هغه چې ډیموکراټیک ټاکل شوي اوس په زندانونو کې دي!"
وروسته له هغې چې د مصر اوسنی روان وضعیت له ستونزو سره مخامخ شو، اوباما د مخالف ګوند دوو سناتورانو ته امر وکړ څو له مصر څخه لیدنه وکړي او مصري چارواکو سره د ستونزې د سوله آمیز حل په اړه خبرې ترسره کړي.
جان مککین په قاهرې کې د خبرو پرمهال وویل: "ورور د ورور په مقابل کې ولاړ دی. که ستونزه حل نشي نو ستر کړکیچ به رامنځ ته شي او د وینو رودونه به وبهیږي."
جان مککین داسې ښودله ته وا چې دوی هیڅکله ددې کړکیچ تر شا نه وو.
په دې وروستیو کې د فوځ لخوا د رامنځ ته شوې کودتاه او د اخوانیانو لخوا د روانو لاریونونو په اړه په مصر کې وضعیت ترینګلی دی او نړیواله ټولنه هڅه کوي څو د منځګړو رول ادا کړي.
د اروپایي ټولنې کاترین آشټون، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګیډو، د عربي اماراتو او قطر بهرنیو چارو وزیرانو، د افریقایي ټولنې استازو تر دې دمه له مصر څخه لیدنه کړیده. هغوی لکه عربي امارات چې ددې خونړۍ لوبې تر شا دي اوس داسې ښکاري لکه چې لوبه له کنټروله وتلې وي.
حکومت اخوانیانو ته لاندې مراعتونه اعلان کړیدي خو هغوی یې نه مني:
په کابینه کې دری وزارتونه
د نیول شوو بندیانو ازادول
د کنګل شوو پانګو سپینول!