
د مصر حکومت اعلان کړیدی چې نور نو د دیپلوماسۍ پړاو تیر شو. اخوانیان باید د تظاهراتو ځایونه پریږدي ګنې ټول مسؤلیت به ددوی په غاړه واچول شي.
وروسته له هغې چې د باندنیو ډیپلوماټانو هڅې په مصر کې بې پایلې وختلې، ددې هیواد فوځي حکومت اعلان کړیدی چې لاریون کوونکي اخوانیان دی د لاریون ځایونه پریږدي. چورلکو په لاریون کوونکو خبرپاڼې هم ویشلی دي او دوی ته یې خبرداری ورکړی چې له دې ځایونو ووځي خو النهاضه او رابعه العدویه کې ناست اخوانیان اوس هم پخپل دریز ولاړ دي او وایي چې تر هغې به دلته وي څو د مصر لومړنی منتخب ولسمشر خوشې شوی نه وی.