
وال سټریټ جورنال د خپلې سه شنبې ګڼې کې لیکلي دي چې ایران به د راتلونکي زیږیز کال په اوړي کې د اتومي بم څښتن شي. که چیرې ایران په دې وتوانیږي چې اتومي بم ته لاس رسی ومومي نو د حسن روحاني حکومت او ۵+۱ هیوادونو ترمنځ به د اتومي لانجې په اړه خبرې له ستونزو سره مخامخ شي او په ورته وخت کې به ددې ویره هم زیاته شي چې اسراییل به په ایران حمله وکړي. ایران د "آب سنګین" په سیمه کې غښتلې بټۍ لري چې زر به دغه هیواد په اتومي ځواک بدل کړای شي.