هند کې لکۍ لرونکی هلک خدای (!) شو.

په هندوستان کې یو داسې ماشوم ډاکټرانو ته ښودل شوی چې د ملا په برخه کې تقريبا د اوه انچو په اندازه لکۍ ته ورته شی ترې ځوړند دی. وروسته له هغه چې هندي وهم پرستان ددې هلک له موندل کیدو خبر شول، ارشید علي خان یې په خدایی ومنه—نعوذو باالله من ذالک! 
د هندوانو لپاره دغه ځوان، د بيزوګانو د خدای(!) په توګه منل شوی، چې د دوی لپاره مقدس دی. ډاکټران وايي، چې ځينې انسان غيرفعال يا خوب وړي جن هم لري، چې د بيا فعال کيدو سره يې داسې بيلګې لکه یاد ماشوم رامنځته کيږي.