
په عمومی سطحه د لوګر ستونزه یوازی طالبان نه بلکه خپله دولت او دولتی چارواکئ ، حزب اسلامی او څلورم قوت بهرنی ځواکونه دی داسی به وګڼو چې دلته څلور جدا اساسی قانونه تر چلند لاندی دی مثلآ د طالبانو تحریک داساسی قانون پرځای خپله لیحه او وصول نامه لری او د همغې ترمخ پریکړی کوی او خپلو سیمه ایزو مشرانو ته یې کاملآ واک ورکړی چې پریکړی پخپله وکړی ،حزب اسلامی خپل اساسی قانون او مرامنامه لری پلویان یې د هغي ترمخی پریکړی او چلند کوئ خو په مسایلو کی د طالبانو په نسبت حلیم او نرم دی دغه اساسی قانون ددی ګوند مشر ښاغلی حکمتیار پخپله لیکلی او ادعا کوی چې دا د افغانستان د راتلوونکی اسلامی دولت اساسی قانون دی ،بلخوا ددولت اساسی قانون ده چې په هغوی د همدی قانون له مخی پریکړی کوی خو دغه قانون ۷۰٪ عملی نده او خپله ددولت لوړ رتبه مامورین او منصوبین هم ورته ژمن ندی څومره چې دا قانون خپله دوی بیباوره کړی دومره ددولت مخالفینو هم نده کړی ، بله طرف ته د بهرنی ځواکونو خپلسری بیا داسی ده چې نه ددولت اساسی قانون ته ژمن دی او نه یې پروا لری څه یی چې زړه وغواړی همغه دول کړنی تر سره کوی یوه خوا افغانستان کې ددوی یرغلیز شتون او بل طرف ته ددوی سرغړاوی او خپلسری د دولت هغه قانون چې د همدوی به مرسته او مشوره او خوشه ترتیب شوی ده خپله یی ددولت نړیوال دوستان نه منی او سپکاوئ یی کوی زه چې کله ددولت او یا نړیوال ایتلاف له خولی اورم چې مخالفین دی وسله کیږدی او اساسی قانون دی ومنی نو ددوی دا مسخره ویناوی د یو عاقل انسان په وړاندی داهرڅه کیږدی چې دولت او بهرنیانو خو خپله هم دی قانون ته ژمن ندی نو حزب او طالبانو ورته څنګه ژمن کوی؟
بل طرف ته د لوګر جغرافیه موقعیت داسی ده چې باید د هیواد په دی دردوونکئ حالت کې دداسی بدمرغه حالت خاوند وی چې څلور قانونونه پکی د چلند وړ وی او هم د هیواد له مرکز سره نښتی وی چې هره ستره او وړه پیښه د ارګ میشتو دروازی ورټکوئ ، لوګر د مرکز ترڅنګ له بریښنا بیبرخی ده ، ټول ګټي پروژوی پکی ندی تر سره شوی ،امنیت نلری ،روغتیای اسانتیاوی ېې په نشست حساب دی ، تلیفونی اسانتیاوی یې په نشست حساب د ازره ولسوالی کی یوه د مبایل شبکه دادری کاله کیږی چې فعال شوی وه خو له بدمرغه د طالبانو ناسمی پالیسی او له ټکنالوجی سره حساسیت هغه هم بنده کړی او داسی وګڼئ چې کیلی یی له طالبانو سره دی که ازره کی کومه جنازه وی او د کورنی غړی یی جلال اباد او یا کابل کې وی نو دری ورځی وخت غواړی چې هغه ورته راخبر کړی دا به ۲۱ پیړی کې زموږ حال دی .
د لوګر او خاصتآ د ازره ولسوالی د ولسی او مشرانو جرګو فعال او له وخته تیر وکیلان ، ولایتی شورای غړی په خپلو منځونو کې داسی سره خورئ لکه خروړی سپئ دا څو کلونه یی خپل منځ کې په دعوو ، جنجالونو ،دسیسو او ډلو ټپلو جوړولو سره تیر کړل او همدا اوس هم دا نالایقه ، بی ضمیره انسانان خپلو منځونو کی سره بوخت دی چې لوګر او ازره یې په داسی اور اړولی چې ددوی له لاسه نن زموږ خلک په داسی سرنویشت مبتلا دی چې باور وکړی چې ډیر بیننګه او بیغیرته انسان هم پری شرمیږی خو متاسفانه دوی بیا هم ځانونه ښاغلی ګڼی او طالبان هم ځانونه ښاغلی ګڼی ، ددفاع وزارت له څو هفتو راپدیخوا تبلیغات کوئ چې ازره ولسوالی کی مو چاڼیز عملیات پیل کړی دی خو تر ننه خو ازره ته ندی راغلی نو دادروغ د څه لپاره ؟ فکر کوم د مالی فساد راز پکی نغښتئ ده څه وخت وروسته به ماشینی او امتیازی جنرالان د مصارفو لیست تیر کړی چې ازره کی مو دری میلونه ډالر مصرف وشو او خپلو منځونو کی به سره وویشی دوه ورځی دمخه می د طالبانو د ویاند له قوله خبره ولوست چې د ازره په تختکیو کی د اسلامی امارت مجاهدینو دولتی قواؤ ته درانه تاوانونه واړول له دی معلومیږی چې طالب ویاند لږ سهوه شوی او نوره ادعا یې یو څه رښتیا ده خو دفاع وزارت ویاند په اوتو بوتو مصروف ده ، چې ملی فوځ لا تر اوسه د ځاځیو روقیان سیمه کې ده ځکه د روقیانو په سر کنډؤ ته تختکی وای نو دا یوه میاشت چاڼیز عملیات چیری دی؟ له دی معلومیږی چې مالی فساد یو کلتور ګرځیدلی . راتلونکی لیکنه کې به وکیلان صاحبان تر غوږونو ونیسم که خدای ج زوند راکړ او ګوره بخیلئ ونکړی د روزه اخری مبارکی ورځي دی حزبیان ،طالبان او دولتیان بیا بیا فکر وکړی او ما ته هم دعا وکړی تر بیا لیدو
نور بیا
نصرالـــلــــه احــــمـــدزی