
ورځ لا څه چې تاریخ می هم نده په یاد یوه شپه ناببره یو چا راته تلیفون وکړ چې ویل يې چې تقریبآ څه د پاسه سل میله لري یو ښار کې د افغانانو کومه ناسته تنظیم شوې او ستا سپارښتنه يې هم راته کړې چې راخبر يې کړه دغه وخت ژمی و او ډیر سخت یخ او باران و او سفر هم د شپۍ له مخې تر سره کیدو کوچنې بچۍ مي په لوبو راسره بوخته وه ږیره کې يې وړې نانځکې ګوتې راوهلې کور هم شه تود و د پسه د غوښې شلغم شوروا هم پخه وه له کار څخه هم ستړس ستومانه راغلی وم بس فیصله مي دا وکړه چې له تلو انکار وکړم خو ملګری مي ډیر شله او ویل يې چې تاه خو داسی کله هم نکول دا نن څه درباندې وشول ؟ ما ویل بس یاره دا وخت د غونډو او مجلسونو نده د شپۍ لس بجې خو ایله بیله ورسیږو بیا به کله را وزګاریږو او کله به کور ته را رسیږو د سهار له مخې به مزدورۍ ته هم ځو بس تاسو لاړ شئ زه درسره نه ځم مخه ښه مو وکړه ۲۰ د قیقې روسته يې بیا زنګ وواهه چې پلای او پلانی هم ځي رازه ملګري به یوو ساعت به مو تیر شي خو ما بیا ورته انکار وکړ .
لږ وروسته يې بیا زنګ وواهه ویل يې ناځوانی مکوه زه درپسې درځم زما موټر کې به لاړ شو نوره ماته هم حیاء مخۍ ته ودریده دا يې دریم ځل شو چې تلیفون کوی بس هو مي ورته وکړل خو یو ساعت وخت مي ترینه وغوښت ، به مزې سره مي له خپلې کورنې سره یو ځاي د ماسخوتن ډوډې وخوړه او له هغې وروسته چې دوي کله راغلل زه هم ور ووتم او د موټروۍ سفر مو شروع کړو داسي وخت هلته ورسیدو چې د ماسخوتن جمع ته مسجد کې څو د قیقې پاتې وې اودسونه مو تازه کړل لمونځ مو آداء کړ دا اسلامی مرکز یو افغان ورور چې د ځاځیو و پخپلو پیسو جوړ کړې و هم مسجد و او هم مدرسه اصلآ دغه ودانۍ پخوا شراب خانه وه ، خدای ج دی دده سخاوت قبول کړی ډیر همت يې کړي و د ښار میشتو افغانانو منځ کې په حزبی مشهور و د روسانو د یرغل دوران کې فکر کوم حزب اسلامی کې وخت تیر کړې و اوس يې شخصی تجارت کولو ، له لمانځه وروسته يې ډوډی هم میلمنو ته تیاره کړې وه کار يې ډیر ساده یخنی شوروا او ورسره سلاد نور هیڅ هم نه و مګر دومره خوږه او مزداره وه چې ټولو يې صفت کولو کله يې چې چاي راوړ نو شنې وړوکې ساده پیالې وې یوه ورور ټوکه وکړه چې موږ به د روسانو وخت کې کله د حزبیانو کوم مرکز ته ورغلو همداسی ساده پیالې او ساده خوراک به راوړ له دوي نه زموږ د سیاف مجاهدینو لا څه چې د محاذ مرکزونه هم لا ډیر چرب و .
تقریبآ ۱۳۰ کسان راټول شوي و خبرې د بریتانیا او اروپا میشتو افغانانو ترمنځ د یوۍ سالمې همغږۍ او د افغانستان د موجوده حالاتو او راتلونکي په اړه د دوي د مسؤلیت په محور را شروع شوې هر چا خپل نظر وړاندې کولو ما هم ګوته اوچته کړه یو څو دقیقې مي خبرې وکړې په ځینې ګډونوالو ترخې تمامې شوې مزاحمت يې وکړ ځینو ورته وویل پریږدئ چې خبرې خلاصې کړي خو د دوي مزاحمت په ما هم شه تمام نشو ورته مي وویل زه خو کوم کمونست نه یم چې له خبرو مي منع کوئ تاسو ته غوږ وم به سړه سینه مي ستاسو خبرې واوریدې اوس به زما هم اورئ څوک دا حق نلري چې ما دلته د یو غلام په حیث وویني او نه ستاسو په خوښه خبرې کولائ شم چې کله سره راټولیږو باید ازادانه نظر ووایو او بیا د اکثریت په تاید او نه تاید پریکړه لیک ولیکو بس کور يې ودان ټولو ارامي اختیار کړه ، له یو ورور مي څو پوشتنې وکړې .
یوه مسله د حامد کرزی د حکومت بدیل وه یوه ورور ته ما وویل که مسله دا موجوده نظام له بیخه ونړیږي او یا ونړول شي نو ایا موږ ددې بدیل څه لرو؟ زما په نظر خو طالبان او حزب اسلامی شاید واک ته راشي خو ایا دوي دواړه ګوندونه تر اوسه پدې توانیدلې چې د یو ولایت به سطحه هم خپل منځ کې توافق ولری ؟ نو که داسي نشي کولاي د ټول هیواد په سطحه ولس ته کوم ډاډ ورکولاي شي چې جګړه به نه کیږي او د موجوده اردو او پولیسو سرنویشت به څنګه کیږي ، دا دومره خلک چې له دولت سره کار کوي د دوي د سرنویشت په هکله به څه کیږي ایا له تجربو به یې ګټه اخلي ، عمومی بښنه به ورته کیږي او که خداینخواسته له تیغ به تیریږي ؟ .
د غونډۍ یو محترم ګډونوال د حزب اسلامی د طرح په اړه معلومات ورکړل ما ورته وویل هو حزب اسلامی خپل سیاسی بصریت څرګند کړئ خو د افغانستان مسله بین الافغانی تفاهم غواړی د حزب طرح باندې د طالبانو تحریک چپه خله ده او دولت هم له دې عاجز دی چې ورته مثبت ځواب ووايې که خبره د بهرنیو پوځونو شتون وي نو زه په ډاګه وایم چې هو افغانستان يې آشغال کړی هلته د وسلو د ازمیښت لوبه توده ده او امریکا خپلو نړیوالو هدفونو پسې ګرځي نه دا چې زموږ غم ورسره ده ، بله پوښتنه مي د زرداد په هکله د حزب له وروڼو وکړه ما ویل یوه لسیزه کیږي بندی ده کوم حزبی يې لیدو ته ورغئ ؟ پداسې حال کې چې قومندان و د حز ب نه يې دفاع کوله په پیښور کې به ورته پریس کنفرانسونه جوړیدل نن ولی دومره نامردی ورسره کوئ کمونستان ، شورا نظار ، سیاف ، حزب وحدت، جنبش ، طالبان ،شعله یان او ... په څرګنده تلویزونونو کې له خپلو ملګرو دفاع کوی ، حتی متعصبان له خپلو کړنو دفاع کوي په ښکاره افغانیت نه منی ، نژاد او سمتپالنه کوی مګر حزبیان او پښتانه خپل خلک نشي پاللي ، ورته مي وویل د وفاء لپاره ډیر څه اړین دي دا يې مثال درکوم دا چې نن موږ دلته راټول شوي یو نو باید یو بل سره اخلاص ولرو ، وفاء ولرو دې ته ونګورو چې ته څوک او د کومې ډلې څخه يې ټینګار مو باید په افغانیت وي او هدف مو د افغانانو ګټې .
یو ورور نوټ ولیکه یو څه باندې اخر کې توافق وشو خو د تل پڅیر د نورو غونډو په څیر هر څه هیر شول د افغانانو په لسګونو غونډو کې مي ګډون کړی خو تجربو دا ښودلې چې ژمنې او تعهدات په دویمه ورځ له یاده وتلي ، کوم ورور چې زما د پوښتنو مخاطب و خدای پامانی کې راته وویل احمدزی صیب ډیر په غوصه يې دا ولی دغه ورور به پخوا کله کله بریښنالیک هم راته لیږلو خو له هغه ماسخوتن وروسته يې بیا بریښنالیکونه هم بند شول او پداسي حال کې چې زما په مخ ږیره نه وه را زرغونه ورسره مي پیژندګلوي درلوده د هغه شپۍ له بحث وروسته يې اړیکه وشلوله او حتی زما د والد صیب د وفات په هکله يې هم د تسلیت یو بریښنالیک هم را ونه لورولو راتګ خو غټه خبره ده مشرتوب د غر غوندی سینه او د سمندر غوندې زغم غواړی .
زما څنګ کې یو بل ورور ناست و چې خبرو او اخلاقو کې يې ډیر لوړوالي او همت له ورایه ښکاریدو علمي سویه يې ډیره لوړه او د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه هیله او اومید و کله چې رسمی مجلس پاي ته ورسیدو معرفت مي ورسره وکړ ویل يې د ننګرهار یم سید احمد شاه سادات مي نوم دی د نوموړی لیکنې د معلوماتی ټیکنالوجی په هکله مي پښتو ویبپانو کې لوستې وې ډیرې مفیدي او ګټورې وې سید احمد شاه سادات خپلې زده کړې د اکسفورډ پوهنتون کې تر سره کړې وې او ویل يې چې اوس هم په نورو زده کړو بوخت یم له سادات صیب سره بانډار له زړه پورې و بیا له ماڅخه د پیژندګلوي هیله وکړه ځان مو سره معرفی کړ پرې خوښ یم چې داسی شخصیت سره می ناسته وشوه ، له همدغې ناستې وروسته مي بیا له سادات صیب سره د لیدو نصیب ونشو خو دا چې نن افغانستان د کار خلکو او د جوړونې خلکو ته تر بل هر وخت ډیر اړ ده تیرو دولت کابینه او مهم پوسټونه د معمیلو تر مخې تقسیم کړی و ، د موجوده دولت ولسمشر د اهل کار کابینې د وړاندې کولو لاپي وهي نو باید دغه ډول کسان را پیدا او مسؤلیت ورته وسپاري په ډاد سره ویلي شم چې د مخابراتو وزارت ته د سید احمدشاه سادات په څیر کسان مناسب او اهل کار خلک دي .
په درنښت
نصرالله احمدزی
انګلستان
۲۰۱۵/۰۱/۰۶