
ایلکر باسبوګ، د ترکیې د فوځ پخوانی مشر د ۲۰۰ نورو کسانو په ګډون د دیموکراتیکو حکومتونو د پرځولو له کبله په دایمي حبس محکوم شو.
نن د ترکیې یوې محکمې ددې هیواد د فوځ پخوانی مشر باسبوګ د کودتاوو له کبله په دایمي بند محکوم کړ. په ورته وخت کې دغې محکمې د پارلمان دری غړي چې د خلکو له دیموکراتیک ګوند سره تړاو لري له ۱۲ کلونو څخه ۳۵ کلونو پورې په بند محکوم کړیدي. محکمې ویلي چې دغو کسانو خلک وژلي او د ترکیې په ځینو ځایونو کې یې ګډوډیو ته لمن وهلې ده څو د ترکیې فوځ د حاکم عدالت او پرمختیا ګوند خلاف را وپاروي.
د محکمې لخوا تورن پیژندل شوو کسانو کې د فوځ پخواني جنرالان، ژورنالیستان، د پوهنتونونو استادان شامل دي. په دوی تور دی چې له یوې کالعدم ډلې سره چې ایرګینکون نومیږي، تړلي دي.
په ۲۰۱۲ز کال کې د ترکیې یوې محکمې د فوځ ۳۰۰ جنرالان زندان ته له دې کبله ولیږل چې هڅه یې کوله په ۲۰۰۳ز کال کې د رجب طیب اردوغان حکومت نسکور کړي.
د ترکیې لومړي وزیر د مصر د مرسي برخلاف خپلو خلکو ته د خدماتو ټغر خپور کړ. لومړی یې له خدماتو پیل کړله او بیا یې خپله اجنډا لاس لاندې ونیوله خو په مصر کې مرسي مخکې له دې چې خپله اجنډا لاس لاندې ونیسي، لومړی یې په خپلې اجنډا پیل وکړ.