
د سوریې حاکم دیکتاتور بشار الاسد په هغه روژه ماتي کې چې د روژې مبارکې د اخري لسیزې په موخه په دمشق کې نیول شوی و، د وینا پرمهال خپلو مخاطبینو ته وویل چې نور یې ملي ایتلاف ته ماتې ورکړیده او هغوی نشي کولای چې کومې لاس ته راوړنې ولري.
ده د خبرو لپاره د حل په اړه وویل چې خبرو ته تیار دی خو هیڅ ډول نظامي عملیات به ونه دروي: څنګه نظامي عملیات ودروو چې ټول هیواد ترهګرو نیولی دی؟
د سوریې د ۲۰۱۱ز د مارچ سوله ایز لاریونونه چې په دې هیواد کې یې د واک بدلون غوښت په خونړي اوښتون بدل شو چې تر دې دمه په کې ۱۰۰٫۰۰۰کسان وژل شویدي او په ملیونونو نور وطن پریښودلو ته مهاجر شویدي.