
سنډې ټایمز اونیزې لیکلي دي چې اروپا او امریکا په مصر کې د ستونزې حل د مرسي په تبعید کې ګوري. دوی غواړي چې مرسي رسمي استعفیٰ کولو ته مجبور کړي او له هیواده یې وباسي.
اونیزه زیاتوي چې د امریکا د باندنیو چارو وزیر هم په پټه مصر ته سفر کړی و ترڅو فوځ د اخوانیانو له ځپلو څخه را وګرځوي.
د قطر، او اماراتو د بهرنیو چارو وزیران؛ د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال برنز، ددې هیواد مهم سناتو جان مکین او ګراهم قاهرې ته رسیدلي څو میاشت اوږد تشنج ته د پای ټکی کیږدي خو اخوانیان د خبرو لپاره مخ-شرطونه ږدي او له کودتاچیانو غواړي چې څومره زر کیږي انتخابي ولسمشر محمد مرسي خوشې کړي.