احمدي نژاد د ایران د تشخیص مصلحت د شورایٰ غړی ټاکل شویدی.

 د ایران پخوانی ولسمشر محمود احمدي نژاد ددې هیواد د مذهبي مشر او دریم ولسمشر آیت الله خامنه ای لخوا د تشخیص مصلحت شورایٰ د غړي په توګه ټاکل شویدی. دغه شورایٰ، هغه مهال چې د پارلمان او شورای نګهبان ترمنځ ستونزې را پورته شي، منځګړی رول لوبوي او مذهبي مشر ته د یوه مشورتي بورډ رول لري. د ایران لوړ پوړي چارواکي په دې شورایٰ کې غړیتوب لري. فعلاً یې مشري ددې هیواد د څلورم ولسمشر هاشمي رفسنجاني په لاس کې دی.
 
احمدي نژاد دوې دورې د ایران ولسمشر و چې دواړه دورې یې له ستونزو څخه ډکې وې. له یوې خوا په دې هیواد کې انفلاسیون زور واخیست او له بلې خوا نړیوال فشارونه زیات شول.
احمدي نژاد د خپلو دواړو دورو پرمهال د پارلمان له مشر علي لاریجاني او د قضایه قوې له مشر آیت الله صادق لاریجاني چې د پارلمان درییس ورور کیږي ستونزې درلودلې. د وخت د اطلاعات و کلتور د وزیر په سر یې له مذهبي مشر سره هم ستونزې پیدا شولې.