
د مصر لاسپوڅي ولسمشر چې د فوځيانو لخوا واک ته رسیدلی دی ولسمشر ته د توهین سزا په جریمې بدله کړیده خو د حقوقو پلوي ډلې دغه ګام لا هم کم بولي.
د مرسي د یوې کلنې دورې پرمهال زیاتره مصریان ولسمشر ته د توهین له کبله د پوښتنو لاندې ونیول شول چې دغه کار په خلکو کې یو ډول ویره وزیږوله چې هسې نه د ۲۰۱۱ز اوښتون د پوښتنې لاندې راولي. د مرسي دغه ډول پوښتنو ستونزه هغه وخت وزیږوله چې حکومت یې د مصر مشهور ټوکي باسم یوسف ونیوه. نوموړی د روان زیږیز په مارچ کې د ولویې څارنوالۍ لخوا ونیول شو خو یو څه موده وروسته په ضمانت خوشې شو.
د دوشنبې د فرمان مطابق که څوک ولسمشر ته توهین کوي نو ۳۰٫۰۰۰مصري پونډ او یا ۴٫۳۰۰امریکایي ډالر جریمه به تحویلوي. خو د مرسي د قانون مطابق داسې یو شخص تر دری کاله په بند محکومیدای شو.
د فوځیانو حکومت هڅه کوي چې له دې لارې په خلکو کې بایللی عزت ترلاسه کړي.