
د مصر دیکتاتور چې په هیواد کې یې لومړنی انتخابي حکومت چپه کړ پرون په قاهرې کې د اسلامي ډلو له مشرانو سره لیدنه کړیده.
دا لومړی ځل دی چې فتاح السیسي په مصر کې د روانې ستونزې د حل په موخه د خبرو لار پرانیزي. له دې څخه مالومیږي چې نوموړی د کور دننه او د باندې د سختو فشارونو لاندی دی.
فتاح سیسي د اسلامي ډلو هیت ته چې اخوانیان په کې شامل نه وو ډاډ ورکړیدی چې له تشدد څخه به کار نه اخلي.
د سیسي له حرکاتو، لیدنو او اقداماتو څخه مالومیږي چې د عدلي منصور تر مشرۍ لاندې حکومت هسې یو تش په نوم حکومت دی او کوم اجراییوي رول نه لري.