
مصري چارواکو د یمن د نوبل جایزې ګټونکې توکل کرمان ته اجازه نه ده ورکړی چې هیواد ته یې داخله شي.
کله چې توکل کرمان د قاهرې هوایي ډګر ته ورسیدله د امنیتي مسؤلینو لخوا ونیول شوله او په بل پرواز کې له هیواده د وتلو امر ورته وشو.
تراوسه مصري چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي خو هغوی له دې ویریدل چې د کرمان په راتګ سره به د اخوانیانو ملاتړ لا پسې نړیوال شي.
د حیرانتیا خبره خو دا ده چې د مصر مرستیال ولسمشر محمد البرادعي هم د نوبل جایزې ګټونکی دی خو هغه مرستیال ولسمشر دی او کرمان نه پریښودل کیږي. برادعي له فوځ او له دیکتاتور فوځي مشر څخه ملاتړ کوي په داسې حال کې چې کرمان د دیموکراسی د ملاتړ په موخه له لاریون کوونکو اخوانیان سره دریږي.
محمد البرادعي له توکل کرمان سره له دې ناوړه چلند له کبله باید استعفی ورکړې وای.