په کندهار کې چاودنه شوې ده

 د کندهار د پنبې په بازار کې چاودنه شوې چې په پایله کې یې دری کسان وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي. بم په یوې ریړۍ کې ځای پر ځای شوی و.

دغه اونۍ د افغانستان لپاره خورا خونړۍ اونۍ وه. په ننګرهار کې چاودنو او د هیواد په بیلابیلو برخو کې سیلاوونو لویه مرګ ژوبله رامنځ ته کړله. د افغانستان دښمنان نه غواړي افغانان خوشاله شیبې ولري.