
قاهره خورا بوخته ده. د امریکا دوه مهم سناتوران چې یو هم په کې جان مک کین دی نن به دغه ښار ته ورسیږي څو د فوځ او ملکي پرځول شوي ولسمشر د پلویانو ترمنځ روغه وکړي.
له بلې خوا پرون شپې ناوخته د متحده عربي اماراتو او قطر د باندنیو چارو وزیرانو د اخوان المسلمین له یوه بانفوذه مشر خیرت الشاطر سره لیدنه کړیده. دغه لیدنه د یوه ساعت لپاره په زندان کې د شپې د ۱۲ بجو څخه تر یوې بجې پورې وه. چې دا له هغې ورځې چې محمد مرسي پرځول شویدی، یوه مهمه پرمختیا بلل کیدای شي او د اخوانیانو لپاره یو مهم زیری دی چې باالاخره یې لاریونونه په دې وتوانیدل چې حکومت تر فشار لاندې ونیسي او نړیواله ټولنه دې ته مجبوره کړي چې خبرو ته ورسره کیني.
خیرت الشاطر دواړو بهرنیو چارو وزیرانو ته د لیدنې پرمهال ویلي چې له ده سره یې لیدنه بې مفهومه ده او که دوی غواړي خبرې ترسره کړي د مصر له ټاکل شوي ولسمشر محمد مرسي سره دې خبرو ته کیني ځکه چې هغه قانوني ولسمشر دی او د هر ډول پریکړې د کولو وس لري