دحکومت پتنګ!

دشپې مې خبرونه کتل په جوماتونو کې هم دمنبر له لارې علماوو او ملاامامانو دولسي جرګې دوکيلانو هغه پريکړه چې دافغانستان دکورنيو چارو وزير سترپاسوال غلام مجتبي پتنګ يې سلب اعتماد کړ ،وغندله او دا کاريې دوکيلانو دشخصي او سليقوي ګټو لوبه ياده کړه ،دحکومت او مقننې قوې ترمنځ دکورنيو چارو په وزير روانه سياسي لوبه اوس دجوماتونو تر منبرونو پورې ورسيدله ،ددې ترڅنګ دافغانستان په ډيرو ولايتونو کې دغلام مجتبي پتنګ په ملاتړ غونډې ترسره شوې او دنوموړي سلب اعتماد يې دوکيلانو له لوري يوه داسې دسيسه وبلله چې وکيلانو دخپلو شخصي ګټو لپاره په لاره اچولې وه ،واقعيت دى چې اوس په افغانستان کې هرفرد دولسي جرګې وکيلان پيژني چې په هره پريکړه او عمل کې يې داسې څه نغښتي وي چې يواځې ددوى شخصي او ناروا ګټې خوندي کولى شي.
که وکالت او وکيل په واقعي توګه تعريف شي ،دافغانستان داوسني ولسي جرګې اکثريت غړي نه وکيلان دي او نه هم دوکالت دندې ترسره کوي بلکې يواځې په کمېشن کارايو ،درغليو  او ټولو هغه غيرې قانوني کړنو کې لاس لري چې په دې خاوره کې يې بل څوک دترسره کولو جرئت نه لري ،څو داسې کسان شته چې دوکيل خطاب ورته کيدلى شي ځکه يو خو يې دخلکو رايې ترلاسه کړې دي او بل دنمايندګۍ ،قانون جوړونې او څآرنې په اصولو او تګ لارو باندې پوهه لري او هم تريوه بريد دټولنې دخلکو په دردونو او شرايطو باندې پوه دي.
کله چې دهمدې ولسي جرګې څخه په رسنيو کې څه راځي نو دوکالت په چوکيو ناست کميشن کاران يواځې همدا وايي چې دخلکو وکيلان دملت په کور کې دخپلو خلکو نماينده کوي او دولس غږ تر حکومت پورې رسوي ،دوى فکر کوي چې ولس ړوند دى اودغه ډول څرګندونې به دوى ښه سړي او وکيلان کړي ،مګر داسې نه ده ،که دلته هرڅومره ناخوالي ،ستونزې او کړاوونه شتون لري ،ولې سره ددې هم په دې خاوره کې مېشت ولس په ډيرو مسايلو کې دښو او بدو تفکيک کولى شي ،په دې پوهيږي چې څوک خلکو ته خدمت کوي اوڅوک يواځې دخپلو جيبونو په ډکولو باندې لګيا دي.
افغانستان داسې يو غريب  او شاته پاتې هېواد دى چې خلک يې په هره برخه کې له زياتو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دي ، ولې وکيلان يې بيا داسې شتمن دي چې هره ورځ نوي موټرونه ،مارکيتونه  او کورونه اخلي ،په داسې موټرونو کې ګرځي چې تراوسه پورې به دامريکا دکانګريس غړو لا ليدلي هم نه وي ،که دهمدغه وکيلانو دلس يا څلور کاله وړاندې حالت په اړه پوښتنه وشي ، موټرونه څه کوي چې دبايسکل داخيستو توان يې هم نه درلود ،خو اوس چې شتمن شوي ،زيات علتونه لري يو علت يې دادى چې هره ورځ معاملې کوي ،دپروژو قراردادونه ترلاسه کوي اوبيايې په څو لاسونو پلوري ،په وزيرانو باندې فشارونو واردوي ،پيسې ترې اخلې ،په ولايتونو کې دمقرريو له لارې يې عوايد زيات شوي دي ،دترلاسه شويو معلوماتو په اساس دبهرنيو هېوادونو داستخباراتي سرچينو او سفارتونو څخه هم پيسې ترلاسه کوي له ډيرو هغه لارو څخه يې شتمنۍ زياتې شوې چې ټولې غيرې قانوني دي.
دکورنيو چارو دوزير دا جرئت دستاينې وړ ده چې ټولې هغه غيرې قانوني کړنې يې ولس ته په ډاګه کړې چې دولسي جرګې کميشن کار وکيلان په کې لاس لري ،ان تردې چې دايې هم په ډاګه کړه چې دولسي جرګې دوکيلانو دقاچاق برۍ او غيرې قانوني کړنو لمنه ترنايجريا او نورو هېوادونو پورې رسيدلې ده همداشان دکورنيو چارو وزير هغه جرايم چې داوسنۍ دورې وکيلان په کې لاس لري ولس ته په ډاګه کړله ،ولس دکورنيو چارو دوزير له دې څرګندونو خوښ دى ،خوپه لويه کچه په دې هېواد کې مېشت خلک له دې فرهنګ ځوريږي چې وزيران او نور چارواکي واقعيتونه او حقايق هغه وخت  وايي چې کله يې چوکۍ او قدرت ته خطر پېښ شي ، که مونږ داسې مسوولين ولرو چې په هرحالت او هر وخت کې خپل معلومات له ولس سره شريک کړي ،په دې سره به دقانون واکمني رامنځته شي او دزياتو معاملو او خيانتونو مخه به ونيول شي.
دکورنيو چارو دوزير څرګندونو ځک دولس توجه راجلب کړې ،يو خو داچې نوموړى يو مسلکي پوليس او دکورنيو چارو دوزارت لپاره دمسلک او تخصص له مخې مناسب او وړ کس دى ،دبل لوري ترکوم چې خبر يو  د واسطې او معاملې په اساس نه دى مقررشوى بلکې دا به دولسمشر يو تصادفي پريکړه وه چې نوموړى يې دکورنيو چارو دوزارت لپاره غور وبللو، يعنې دسياسي معاملو په اساس دوزارت مقام ته نه دى رسيدلى ،دبېلګې په توګه ترنوموړي وړاندې بسم الله خان محمدي دکورنيو چارو دوزير په حيث دنده ترسره کوله ،هغه پوليس نه وو ،بلکې هغه دسياسي معاملو له مخې دغه مقام ترلاسه کړى وو ، خو هغه څه چې د پتنګ انځور يې لږ کمزورى کړ هغه داچې په لومړيو وختونو کې يې  دکورنيو چارو په وزارت کې پرته له څيړنې او پلټنې فرمايشي تغيرات رامنځته کړل اوبل يې خپل سياسي موقف ونه پيژندلو ،په دې مانا چې نوموړي بايد په دې ځان پوه کړاى واى چې ترې وړاندې وزير بسم الله خان محمدي وو ، هغه په سياسي لحاظ هيڅ وخت نه غواړي چې دکورنيو چارو بل وزير دې تر ده لوړ نوم او ښې لاسته راوړنې ولري ځکه چې زمونږ دټولنې سياستونه په همدې ډول نزاکتونو او تګ لارو باندې ولاړ دي.
دولس په منځ کې چې اوس کوم بحثونه روان دي ،په واقعيت کې ټول دکورنيو چارو دوزير هغه جرئت ستايي چې دوکيلانو له معاملو ،دسيسو ،غيرې قانوني کړنو  او ارتکاب شويو جرايمو څخه يې پرده پورته کړه ، ولې هغه څه چې لا يې ولس غوښتنونکى دى ،دکورنيو چارو وزير بايد دوکيلانو په تړاو ټول مستند اسناد دافغانستان عدلي اوقضايي ارګانونو ته دسپارلو ترڅنګ دملي اونړيوالو رسنيو په واک کې ورکړي ،ترڅو يې په نشر سره دغه دکميشن  کاريو وکيلان دولس په منځ کې خپل واقعي موقف او نځور ترلاس کړي  او خلک په دې پوه شي چې په راتلونکو ټاکنو کې چاته او دکومو معيارونو په اساس رايي ورکړي.
خلک اوس سترپاسوال غلام مجتبي پتنګ دحکومت اصلي پتنګ ګڼي ځکه چې ډير داسې څه يې ولس ته وړاندې کړل چې په اساس يې وکيلان  دخلکو په وړاندې دخبرو کولو چانس نه لري ،خلکو پريکړه کړې چې نور به ددغه کميشن کارانو سره نه ګوري  ، جالبه داده چې همدغه دمعاملو وکيلانو دافغانستان دماليې وزيرته څه وخت وړاندې په کمين کې ناست وو او ټول همدې پريکړې ته رسيدلي وو ،چې دماليې وزير سلب اعتماد کړي ،ولې کله چې دماليې وزير ولسي جرګې ته داخل شو نو پايله سرچپه شوه ،لامل يې دادى چې دماليې وزير ډير ځيرک شخص دى ځکه يو خو دخزاني وزير دى اوبل داچې دوکيلانو په ژبه پوهيږي ځکه ځان يې ترې خلاص کړ.
حکومت ته په کار ده چې خپل پتنګ تر وروستيو  پورې وساتي  او ملاتړ يې وکړي ،پتنګ ته په کارده چې هرڅه لري بايد اوس يې له رسنيو سره شريک کړي او دقانون دتنفيذ په موخه داسې کړنې ترسره کړي چې داوسني حکومت په دې وروستيو مياشتو کې يو تاريخ پرې جوړ شي ټول هغه کسان ونيسي چې په جرايمو کې لاس لري او دجرمونو دارتکاب لپاره لارې هواروي .
بريالى روان