بنګله دیشي محکمې جماعت غیرقانوني اعلان کړ

 د بنګله دیش حکومت ددې هیواد اسلامپالی ګوند جماعت اسلامي د ازادۍ په جګړې کې د پاکستان د پلوی له کبله غیر قانوني اعلان کړیدی. د سترې محکمې دغه کار به ددې سبب شي چې جماعت به په راتلونکو ټولټاکنو کې له برخه اخیستو بې نصیبه شي.
په بنګله دیش کې راتلونکې ټولټاکنې د راتلونکي زیږیز کال په جنورۍ کې ترسره کیږي. خو محکمې دوی ته ویلي که په خپل منشور، اساسنامې کې بدلون راولي او له اساسي قانون سره یې برابره طرحه کړي نو ممکن دوی ته اجازه ورکړل شي څو
ګوند له سره راجستر کړي.