
شپاړس کاله تیر شول خو د ډیانا نامشروع اړیکې لا هم د بحث لاندې دي.
د شهزاده چارلس ښځه په ۱۹۹۷ز کال په فرانسې کې د ترافیکې حادثې پرمهال ووژل شوله. په دې وروستیو کې Vanity Fairمجلې یو را پور خپور کړیدی چې په هغې کې یې د شهزادګۍ اړیکې له حسنات خان سره ښودلې دي.
د زړه له دې جراح سره، ډیانا مخکې له مرګه دوه کاله اړیکې درلودلې. د شهزادګۍ دغه اړیکې په هغه فلم کې هم یو قسم انځور شویدي چې د شهزادګۍ د اړیکو په اړه جوړ شویدی. د حسنات خان د لیرې تره ځوی عمران خان ښځې جمیما خان ویلي چې ډیانا د حسنات خان په عشق کې دومره لیونۍ چې حتیٰ دې ته هم تیاره وه چې له هغه سره په پاکستان کې ژوند وکړي او په هر صورت یې غوښتل څو له هغه سره واده وکړي که دغه واده هغې ته په پاکستان کې د اوسیدلو په قیمت هم تمامیده.
جمیما وایي چې ډیانا دوه ځلې پاکستان ته راغله څو د عمران خان د شوکت خانم روغتون لپاره چنده را ټوله کړي خو ددې اصلي موخه له حسنات خان سره پټ لیدل وو. ډیانا حتیٰ یو څه وخت د حسنات خان له کورنۍ سره هم تیر کړ څو هغوی دې ته وهڅوي چې نوموړې د خپل کور ننګور کړي خو د یوې پښتنې مور دې ته قانع کول چې انګریزه ننګور ولري اسانه کار نه و. ویل کیږي چې حسنات نه غوښتل چې له ډیانا سره واده ته اماده شي. هماغه وې چې اړیکې ناکامې شولې.
ډیانا ددې لپاره چې حسنات وسوځوي ځان یې عرب دودي الفیاض عرب ته نږدې کړ.