
د مرسي پلویان او ضد ډلې لا هم پخپلې خبرې ولاړې دي او په قاهرې کې له خپلو لاریون ځایونو پریښودلو ته تیار نه دي.
د مرسي پلویان نوموړی یو ځل بیا په واک کې غواړي. محمد مرسي د یوې فوځي کودتا په ترڅ کې د جولای په دریمه له واک څخه لیرې کړای شو.
پرون پنجشنبه فوځي چورلکو په رابعه العدویه کې چیرې چې اخوانیان په لاریون بوخت دي، تيټه الوتنه درلوده.
د عدالت او ازادۍ ګوند یو مشر ولید الحداد الجزیرې ته ویلي چې په هیڅ صورت کې د لاریون تیریدلو ته حاضر نه دي. دی وایي مونږ د دیموکراسۍ د احیا لپاره پیسو، وینې، وخت او ځانونو قربانولو ته تیار یو. حکومت دوه بدیله لري یا به مونږ وژني یا به مرسي ازاده وي.
د مصر مؤقتي کابینې پولیسو ته ددې صلاحیت ورکړیدی څو لاریون کوونکي په زور له لاریون ځایونو څخه وباسي.
له مصر څخه د نړیوالو مشرانو لیدنې روانې دي. کاترین آشټون د اروپایې ټولنې د بهرنیو چارو همغږې کوونکې لومړنۍ هغه وه چې له مصر څخه یې لیدنه وکړه؛ له مرسي، حکومت او اخوان مشرانو سره یې لیدنې ترسره کړلې.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګیډو دویم مشر دی چې په مصر کې یې له خپل هممنصب نبیل فهمي سره لیدنه وکړله.
له هغې ورځې چې فوځیانو کودتا کړیده، تر دې دمه ۲۰۰ سوله ييز لاریون کوونکي وژل شویدي