
موږ وینو چی نړیوال د ډول ډول تروریزم سره
مخامخ شوي دي لکه لوی تروریزم، نړیوال تروریزم، دولتي تروریزم، انقلابي تروریزم،
مذهبي تروریزم، قومي یا (نژادي تروریزم،) فرهنګيتروریزم، کلتوري تروریزم، بانډستي
تروریزم، د مخدره توکوتروریزم دا شاننور ډیر د تروریزم ډولونه شته چې هر ډول
تروریزم په خپل خپل مکان او زمان پورې اړه لري او له ډول ډول ځايي او زماني شرایطو
او عواملو څخه رامنځ ته شوي دي.موږ به پورته یادشوي د تروریزم ټول ډولونه په خپل
وار سره وڅیړو چې لمړی به يې له لوی تروریزم څخه پېل کړو.
لوى
(نهايي) تروريزم :
داټومي اونوروډله ائيزووژنواوورانوونکووسلوکارول
اوساتل لوى تروريزم دی، خویوشمیرپوهانوداټومی وسلوکارول د تروریزم څخه لوړ(فوق)
عمل بللی دی(تروریزم پدیده است جهانی ص ۶)
موږ په دی باندی نه پوهیږو چی د تروریزم څخه
بل ناوړه عمل څه ډول دی، دا ډول سلاح دجاپان دهيروشيما اوناګا ساکي په ښارونوباندي
دامريکايانو لخواپه دوهمه نړيواله جګړه کې په کال (١٩٤٥م – داګست په ٦ -٩)نيټه
وکارول شوه چې په نتيجه کېيې دوسوه ديرش زره بې ګناه جاپانيان ،څاروي اونور هرډول
ژوي يې تباه کړل اوټولېودانې چې هلته موجودې وې خاورې ايرې شولې .
دې دغه اټومي لويې ترورستي وسلې دکارونې امر
دامريکا دوخت جمهور ريس (هيري ټرومن)لخوا لاسليک شوى ؤ چې دجاپان دعاموخلکود لويو قاتلانو
له جملې څخه يوهم ټرومندى چې لوې ترورست ورته ويلى شو .
داټومي وسلوکارول په سيمه کې د قيامت په شان
ورانى اومرګونه رامنځ ته کوي چې دقيامت راوستل يوازې د الله (ج) حق دى خوداټومي
سلاح لرونکي انسانان غواړي چې دخداى (ج)کارونه ترسره کړي اوځانونه دفرعونيانو په
شان خدايان ورته ښکاري چې په پاىکې به همدغه فرعونيان دخپلو اټومي وسلو په جهنم کې
وسوزيږي .
هغه هېوادونه چې اټومي، کمياوي اونورې مکروبي
اودډله ائيزو وژنو وسلې لري دلويو ترورستي وسلو لرونکي هيوادونه دي .چې دنړۍ
ډيرهيوادونه ددوى داټومي وسلوله امله په دوامداره ويره کې اوسيږي لکه په سيمه کې هند ،پاکستان او ايران په منځني ختيځ کې اسرايل اوپه لېرې ختيځ کې
شمالي کوريا .
داټومي انرژۍ تيوري په نړۍ کې دلمړي ځل لپاره
ديوه متعصب يهودي (البرټ آينسټا ين)
لخواچي دجرمني له نازيانو څخه امريکا ته تښتيدلى ؤرامنځ ته شوي ده چي دنوموړي
د تيورۍ پايله اټوم بم ؤ.
په کال (١٩٤١م)کې وروسته له هغې چې دجاپان
لخوادامريکا په هرل پرل بندراونورو اډو باندې سختې هوايي بمبارۍ ترسره شوې او په
زرګونو خلک په کې ووژل شول دامريکا د اټومي انرژۍ مشر (رابرت اوپنها يمر)په کال-
١٩٤٥م- کې دامريکا په نيومکسيکو ايالت کې
د اتم بمب بريالۍ ازموينه تر سره کړه ،
وروسته له امريکايانوڅخه پخواني شوروي اتحاد په(
١٩٤٩م )او ورپسې چين اوفرانسې په ( ١٩٦٤م)کال کې ازموينې ترسره کړې چې
وروسته بيا نورو هېوادونو دې دغه ناوړه وسلو ازموينې وکړې .اټومي وسلې د انسانانو
دنابودې لپاره په خپله انسانانو جوړې کړي او جوړوي يې چې يوه ورځ به دې همدغو
انسانانو لخوا يوتربله وکارول شي چې خپل ځانونه به له منځه يوسي او هڅ ګټه به ونه
کړاى شي .داټومي وسلو په اړه ليکوال ايوميشو وايي : داټومي وسلې جوړول چې ډېرو
هيوادونو ترسره کړي دي ټول هېوادونه نه غواړي چې په رښتيا سره يوپربل باندې اټومي
وسلې وکاروي ډېروهېوادونو ددې لپاره نوموړي وسلې جوړې کړي دي چې خپل دښمن هېوادونه
پرې وويروي ترڅوهغه پوه
کړي چې زه هم داټومي سلاح لرونکى يم اوپه دې ډول دخپل دښمن هېواددحملې مخه ونيسي. [خوشونت دست اموز ص ٢ ]
دپورته ليګوال دويناپه اړه ويلى شو چې داټومي
سلاح جوړول اوساتل چې دهر هدف اومورام لپاره وي بيا هم دلوى خطرڅخه ډک کار دى
اوحتىَ چې ليونتوب دى . بايد ووايو چې داټومي وسلوجوړل ،ساتل اوکارول نه بخښل
کيدونکى ګناه دى داډول داټومي انرژۍ رامځ ته کول چې دسوله اييزو موخولپاره کارول
کيږي هم دلوى خطر څخه ډک عمل دى چې له
امله يې دسيمې خلک دلوى خطرسره مخامخ وي چې ښې بلېګې يې د اوکراېن دچورنوبېل د(١٩٨٦م)کال اټومي فاجعه ده
اوهم د(١٩٩٠م) کال دجاپان د هوکي شيما په اټومي بټۍ کې لوې تاوانونه چې په کال
(٢١-٢-١٣٨٩هـ -ش) کې د يوې سختې زلزلې له امله رامنځ ته شول د جاپان خلک يې د سخت
خطر سره مخ کړي دي.
نړيوال تروريزم:
په نړيوال تروريزم کې لکه دنوروډولونوپه شان
هغه وحشيانه دزوراودتيري فعاليتونه راځي چې دهېواد دسرحداتوڅخه بهردټولونړيوالو
اصولواوديپلوماتيکواړيکونه په سرغړونې سره ديو سياسي هدف لپاره ترسره کيږي دا
فعاليتونه د داسې کوچنيو ډلواوانفردي کسانو لخوا ترسره کيږي چې ځانونه مستقل بولي اوکوم
ټاکلى لباس ياکومه پېژندل شوي نښه نه لري دا ډلې دالوتکوپه تښتولو، دملکي
خلکوپروژلواوتښتولواود بهرنيوسوداګرواود يپلوماتانو د وژلواوتښتولوفعاليتونه کوي.
[شوروي اتحاد او ډار اچونه ص
١٨]
ددريمې نړۍ دهېوادونوله خوا دنړيوال تروريزم
تعريف داسي وړاندې شوى دى :
داستماري فاشستي اوبهرنيو رژيمونو دزور او
وحشت څخه ډک هغه اعمال چې د ازادۍ غوښتونکو مبارزينو پرضد ترسره کيږي اود فاشستي رژيمونواو
يا د هغوى پاتې شونواواجيرانو لخوايې ملاتړ کيږي، هغوي چې د نورو خپل واکو
هيوادونو پرضد فعاليتونه کوي ،د افرادو يا د ډلو په لاس د زور او وحشت هغه اعمال
چې د بې ګناه خلکوژوند له خطر سره مخامخ کيږي چې دانسانانوبنسټيزحقوق تر پښو لاندې
کوي اوداستعماري اوفاشستي رژيمونود سلطې لاندې د خلکودازادۍ اودخپل برخلک د ټاکلو
طبعي حقوقوته زيان رسوي او ياد انسان په ازادۍ نور همداسې ډول ډول بنديزونه ولګول
شي، دا ډول د زور هغه اعمال چې د انفرادي او شخصي ګټو د لاس ته راوړلو لپاره تر
سره کيږي چې زيان يې يوازې په هېواد پورې تړلې نه وي.[شوروياتحاد اوډاراچونه ٢٥]
نړيوال ترورپزم د تاريخ په اوږدو کې په ډېرو
هېوادونو کې دکورنيو شخړوپه رامنځ ته کولو، جدايي غوښتونکوډلو او نظامي کودتا ګانې
رامنځ ته کړي دي.
د چنګېز،ګوډ تيمود ، هټلر اونورو تېري
کوونکواعمال هم په نړيوال تروريزم کې شمېرل کيږي چې تقريباء دنړۍ په ډيرو برخو
کې يې لويه ويره او وحشت خپورکړى و.
همدا شان داسرايلو دصهيونستانو هغه ترورستي
اعمال چې د( موساد) ترورست سازمان لخوا دنړۍ په ګوډ ګوډ کې تر سره کيږي نړيوال
تروريزم دى داسرايلو داستخباراتي سازمان په ټوله نړۍ کې دترورستي عملياتو د ترسره
کولو لپاره نسبت نورو ته ښه امکانات اواسانتياوې لري هغه داسې چې نږدې دنړۍ په هر
هيواد کې په لږ او ډيرشمر سره يهودان اوسيږي چې ددوى په واسطه خپل ناوړه ترورستي
کړنې پهاسانۍ ترسره کوي .
دالقائيدې سازمان ځينې بريدونوته هم نړيوال
تروريزم ويلى شوي دي چې نوموړي ډلې هم دنړۍ په ډيرو سيمو کې خپل بريدونه ترسره کوي
او په نوموړي سازمان کې دنړۍ دډيرو هيوادونو اوسيدونکي ګډون لري، دا شان دنړۍ
دځينوهيوادونو داستخباراتي موسسولخوا نورو هيوادونو ته نړيوال تروريزم صادريږي چې
د خپلو مخالفو هيوادونو په خاوره کې جوړو شويو بانډونو او افرادو لخوا حيرانوونکي
ترورستي جنايتونه ترسره کږي .
د استالين کړنې او د مغلو عامه وژنې هم
نړيوال تروريزم ؤ چې په زانګو کې به يې دڅو ورځو ماشومان هم وژل او اسيران به يې
داسې اعمالو ته مجبورول چې خپل خپلوان په خپلو منځو کې سره ووژني ، او دمحاصرې په
وخت کې به يې دلوږې له کبله دخپلو مړيو غوښې خوړلې او په باميانو کې يې ټول انسانان
، څاروي اوهر ډول حيوانات،نباتاتاودښارټول ديوالونه له منځه يوړل،دښځونسونه يې په
قيمتي غميو پسې څيرې کول
.
دولتي تروريزم:
داډول تروريزم دمنظموحکومتونو لخوا چې په
عاموخلکو کليو او ښارونو باندې لويې او وړې حملې وکړى شي ښځې ، ماشومان اونورخلک
په کې ووژل شي ،اونورډول ډړل مالي زيانونه پکې ورسيږي ، کله چې يو هيواد په بل
هيواد باندې ناروا نااعلان شوي (ناڅاپي) حمله وکړي دولتي تروريزم بلل کيږي.ميرمن رابرټاګورين دولتي تروريزم داسې راپېژني: هغه
زور او سرغړونه ده چې په يوه سيمه کې دحکومت په شان د يو طاقت په ملاتړ د انسانانو
د ازار، وېرې، ربړ او ژوند دله منځه وړلولپاره استعمال شي. دا ډول ډاراچونه په
عامه توګه د ژاکوبين د تروريزم په نامه پېژندل شوي دى.[شوروي اتحاد او ډار اچونه ص
١٨]
ناڅاپي بريدونه دتروريزم يومهم اصل اويوه
خاصه بڼه ده،لکه چې پوهېږو چې انساني فطرت هڅه کوي چې ځان په امن کې وساتي، په
اعلام شوي جګړه کېنيت اوعزم موجود وي او مخکې له مخکې د دواړو خواوو عام اونور
وګړي دجګړې د زيانونو څخه دځانونودساتلو تيارې نيسي ،الله تعالى وګړي اوژوي داسي
پوهولي دي چې دخطراوجګړو په وخت کې کوښښ کوي چې ځانونه په امن کې وساتي ترڅو له
مرګ اوزيانونو څخه تر يوه حده پورې وژغورل شي ،خو په نااعلان شوي اوناڅاپي جګړو کې
څوک ځانونه نه شي ساتلې .
داسرايلو ټولې حملې دولتي تروريزم دى خصوصاء
پدې نږدې تير وخت کې دغزې په ښار باندې ځمکني او هوايي بريدونه چې تقريباء (١٣٠٠)
تنو څخه زيات عام خلک پکې ووژل شول چې د صهيونسانوددولتي تروريزم يوه ښه بلېګه ده
، بايد ووايو چې دخلکوشړل له خپلو سيمو څخه يا هجرت ته مجبورول لکه داسرايلو لخوا
د فلسطينيانوڅخه په زور دځمکو اوکورونو نيول ، يا داستالين لخواچې ډله ائيز خلک يې
له خپلو سيمو څخه په زور نورو سيمو ته استول .
هداشان د هټلر له خوا ديهودانو ډله ييزې وژنې
اوشړنې هم دولتي تروريزم ؤ، داسيرانو وژل او شکنجه کول دولتي تروريزم دى .
جوارلال نهرو دانګريزانو ددولتي تروريزم او نورو
ارتجاعي،اشغالګرو اوغيرقانوني حکومتونو دتروريزم په اړه داسې ليکي:
د يوه حکومت دترورستي عملياتو دهغه د وېرې
اوډار نښانه ده هر هغه حکومت که هغه ارتجاعي ، انقلابي،(کودتايي) اوکه خارجي ...وي
کله چې په ويره کې وي اوپخپله راتلونکي باندې مطمين نه وي په ترورستي کړنوباندې
لاس پورې کوي ... ارتجاعي او(نورغيرقانوني حکومتونه) دډار او وېرې په محيط کې
اوسيږي پوهيږي چې ډېر دوام نه شي کولې اوپه لمړي فرصت کې به يې خلک له منځه يوسي
دا ډول حکومتونه له ازادې څخه ډېرې خبرې کوي خومنظور يې خپله ازادي وي اوهرڅه يې
چې زړه غواړي کوي يې ... په پېښور کې زموږ زړه ور پټان (پښتانه) هېوادوال د
انګرېزانو لخوا پداسې حال کې ووژل شول چې هغوى مسلح نه وو... دانګرېزانو هوايي
ځواکونوزموږ دهېواد په سرحدي کليواو دعراق پر خلکوباندې بمبارې وکړې اوډېر خلک ښځې
اوماشومان يې ووژل ....
ښاغلى نهرو زياتوي: دانګرېزانو دساعتي او
وروسته چاوديدونکي بمونود جوړلو لپاره څه ډول يوه
(شيطان)صفته اوجنايتکارانه پوهه (نبوغ) کارول
شوي ده چې دا ډول بمونه ظاهراً بې خطره له هوا څخه ځمکې ته راښکته کيږي اوتر يوه
وخته پوري نه چوي اوکله چې دکليو د خلکو دخطر وېره کمه
شي نو خپلو کورونو ته راستنيږي چې بيا پر ځمکه باندې پراته بمونه چوي اوټول
هغه وګړي چې هلته موجود وي له منځه يې وړي[نګاهى
بتاريخ جهان ٨١١-٨١٢]
همدا ډول دامريکايانو اوغربيانو هغه حملې چې
په افغانسان اود نړۍ په نورو سيمو کې ترسره کيږي دولتي ترورستي اعمال دي .
امريکايى پروفيسور
هووارډزېن دې خپل هېواد امريکايي تروريزم په اړه داسې وايي :
.... موږد سپتمبر په (١١) دترهګرۍ بريدونو
خوند وڅکلو او دنړۍ په نورو برخو کې لکه
ختيزه اسيا،عراق او يوګوسلاويا کې خلکو له پخوا دبمباريو نتيجې تجربه کړي
وې دا ترهګري (دسپتمبر١١)د خلکو له
خواترسره شوه خو موږ په وسلواله توګه ترې ملا تړ وکړ ، موږ په افغانستان کې وېره
خپره وو، هغه خلک چې په کابل اودافغانستان په نورو ښارونو کې اوسيږي اړ دي چې
دبمباريو له وېرې سره ژوند وکړي [تروريزم اوجګړه ص
٥-٦-٢٦]
نوموړى پروفيسورزياتوي : موږ بايد ديوې فرقې
تروريزم(بانډستي تروريزم) اوهم ديوه دولت تروريزم (دولتي تروريزم) په نړۍ کې د خلکو
له مخالفت سره مخامخ کړو.[تروريزم اوجګړه ص ١٠]
انقلابي تروريزم:
د انقلابي تروريزم نوم بايد (کودتايي
تروريزم) وبلل شي، ځکه چې د يوه هيواد د ياغي وګړو شمېره چې په سلو کې له پنځوسوڅخه
کم وي او د يوه مشروع او يا غيرى مشروع حکومت پر وړاندې پورته شي، حکومت ته بدلون
ورکړي او وينې په کې تويې شي، انقلاب نه، بلکه د حکومت پر وړاندې (کودتا) ده، هغه
عمومي پاڅون چې د هيواد وګړي يېپه سلوکې له پنځوسو څخه زيات وي د يوغيرې انتخابي
حکومت د بدلون لپارهپورته شې (انقلاب) ورته ويلى شو.
د کودتايي تروريزم په اړه ميرمن رابرټاګورين
په دې نظر ده چې دا ډول تروريزم دمنظې او اوږدې مودې ترورستي فعاليتونه دي چې د
ملکي،ځاني اومالي اهدافو پرضد تر سره کيږي، هدف يې دواکمن سياسي نظام ړنګول وي تر
څوبنسټيزسياسي اوښتون او بدلون منځ ته راوړي، دفرانسې دانقلاب راهسې دخلکوپه نوم
زور اود تروريزم استعمالولو ته روا بڼه ورکړشوي ده .... دتروريزم دا طريقه په
حقيقت کې له هغه څه نه وړاندې ده چې ورته انقلاب ويل کيږي يعني په هېواد کې دوېرې
اونا ارامۍ پيدا کولو لپاره کورنۍ جګړه ديوه تکتېک په توګه وکارول شي .
ټاګورين زياتوي: انقلابي جګړه پخپله نه ترسره
کيږي دايوپرمخ تللي جوړښت ته ضرورت لري چې ترورستي فعاليتونه په خواره واره شکل
سره پېل شي او ګوريلايي جګړو ته سازمان ورکړي چې کله حالات کافي خراب شي او وضع نا
آرامه شي نوبيا وروستۍ انقلابي تېرى(انقلابي تروريزم)ترسره کړي ، دا نمونه د
انقلاب په ټولو کورنيو جګړو کې عملي کيږي [شوروي
اتحاد اوډاراچو -١٥ ٣٠]
انقلابي تروريزم په روسيه کې دتزار د
مخالفينو(نارود باياوليا= دخلکواداره) لخوا پيل شوى ؤ چې له (١٧٧٨م) نه تر(١٨٨١م)
پورې يې دوام وکړ چې ددغې ډلې غړوپر انقلابي تروريزم باندې عقيده درلودله او د
ځانځاني (انفرادي)ترور څخه يې پيروي کوله ....
دفرانسې د(١٧٨٩م) انقلاب اوله هغې نه راپدې
خوا دروسيې د(١٩١٧م) داکتوبرانقلاب اودهغوي ترورستي اعمال چې (سورترور) به يې ورته
ويل چې د خاصو ډلو لخوا دخلکودوژلو، ډارولو اود ډله اييزو خلکود شړلو لپاره ګمارل
شوي وې د انقلابي تروريزم پړاوونه وو.
کارل مارکس د انقلا بي تروريزم په اړه داسې وايي چې په
لنډو يې ليکو:
... دانقلاب ضد عناصرود غوښوخوړل به خلک په
دې پوه کړي چې دنوي ټولنې درامنځ ته کيدو لپاره دزړې ټولنې دځنکدن او لنګون دردونه
يوازې په يوه وسيله لنډيدلى شي چې دهغه يوازنۍ وسيله انقلابي تروريزم دى [شوروي اتحاداوډاراچونه –ص٢٣]
همداشان دپخواني شوروي اتحاد دکمونست ګونډ
مشر ولاديمير ايلچ لينن وايي :که چېرې ديو حکومت
مشخصات د صلحې په وخت کې تقوى ( ؟ ) وي نو دانقلاب په محال کې ديوه حکومت مشخصات
تروريزم دى بې له ترورڅخه تقوى مفهوم نه لري . [جبرتاريخ
يا شلاق وترور ؟ ص٢٣]
همداشان لېنن په کال (١٩٢٢م) کې دشوروي اتحاد
دمحکمې مشرته دانقلابي ترورپه اړه وليکل :
ملګرى کورسکي: ... هيله مند يم چې اصل مفهوم
روښانه وي ... دسرګند توازون اوتنظيم راوستلولپاره چې دسياسي له نظره اصولي
اورښتنى وي او له حقوقي پلوه هم زيات او کم نه وي په دې منظور چې دترورد ماهيت
(حقيقت) اوتوجيه لپاره دضرورت په اساس دمحدوديتونو سره يوه انګېزه رامنځ ته شي،
محکمه نه بايد چې ترور مستثنى کړي دا ډول وعدې ځان غولونه او تقلب دى ، بې له
څانګو او ښاښونوڅخه دې په پراخه توګه وليکل شي ، يوازې انقلابي عدالت اوانقلابي
وجدان دى چې دعملياتو په وخت کې وړ شرايط غوره ګړي دلږاوډېر کار کولوپخاطر په پراخ
ډول (دترورد اجراً ) لپاره شرايط رامنځ ته کيږي[استالين
مخوف ص ٢٨٠]
بل ځاى لېنن د وخت او شرايطوپه نظر کې نيولو
باندې ټينګار کوي او وايي: موږ بايد خپل اهداف تر لاسه کړو، دسرمايه دارۍ نظام او
ټولنې د ماتولواوپر ځاى يې د کمونستي ټولنې د جوړولوله پاره که زوراوتروريزم ته
اړتيا پېښه شي بايد ترې ډډه ونه شي.[شوروي اتحاد اوډاراچونه ص ٣٩]
دا ډول ليون تروتسکي
د شوروي اتحاد دکمونست ګوند لوړپوړى غړى د اکتوبرانقلاب په لمړيو کې د انقلابي
ترور په اړه وايي :
تاسو زموږ د لږ اوخفيف ترور په اړه نيوکې کوى
خوتاسو به د يوې مياشتې نه په لږه موده کې پوه شۍ چې ترورڅه شى دى دا ترور به ډېر
شديد او دفرانسې دانقلاب دترور په شان به وي موږ به د خپلو دښمنانو لپاره ګيوتين١ جوړ کړونه زندان .[
جبرتاريخ يا شلاق وترور ص ٦١]
تروتسکي
زياتوي : انقلاب يوې
داسې انقلابي طبقې ته ضرورت لري چې د هر ډول سلوک او لارو اچولوڅخه ډډه ونه کړي،
که چېرې ضرورت پېښ شي بايد پاڅون وکړي، او که وخت يې راشي د زور او تروريزم څخه
کارواخلي ... زور او ډاراچونه د هغو مرتجعو ډلوپر ضد د په کارولو ډېره ګټوره لاره
ده چې په خپله خوښه د عمل د ډګرپريښودلو ته اړشي ويرول (تروريزم) دسياست يوه ډېره
ښه وسيله ده، دا که په داخلي سطحه وي اوکه په نړيواله سويه وي، د انقلاب او جګړې
هدف د دښمن دارادوماتول دي، آن که د تروريزم له لارې هم تر سره شي.[شوروي
اتحاد او ډاراچونه ص ٣٨]
بانډستي تروريزم:
بانډستي يافرقه ائيزتروريزم هغه منظمې ډلې دي چې يوتنمشر اومرستياليان اونورودوړواولويوګروپونومشران لري چې دخپلو
مخالفينو پروړاندې په اړونده سيمه ،هيواداود نړۍ په ډېروهيوادونوکې خپل ترورستي
فعاليتونه کوي.
دا ډول پټ او ښکاره بانډونه د هيوادونو د
استخباراتو له خوا روزل کيږي، هر ډول مرستې او اسانتياوې ورته برابروي او بيا يي د
خپلو مخالفينو په وړاندې د خپلې وسلي په شان استعمالوي.
کله، کله يوشمير بانډونه د خپلو روزونکو (
مربيانو) پر وړاندې وسلې پورته کوي او ياغي کيږي او په خپل سر او خپله خوښه هرډول
تروريستي عمليات تر سره کوي او ډير ځله د خپلو ملګرو او هم لارو پر خلاف هم
تروريستي کړنې ترسره کوي، چې ښې بېلګې يې په دې وروستيو(٢٢-٦-١٣٩١هـ ش) کې د
امريکا او غربيانو لخوا په ليبيا کې د قذافي دمخالفينو تنظيمول او مسلح کول دي چې
وروسته دقذافي د حکومت دله منځه وړلو څخه يې د امريکا سفير(کرسټوفنسفوېن) او درې
تنه نور د ليبيا په بن غازي کې د امريکا په قونسولګرۍ کې ووژل شو، نوموړى سفير هغه
څوک ؤ چې ده په خپل لاس د قذافي پر خلاف خپل قاتلان مسلح او راپارولي وو.
همدا ډول د پاکستان دبې نظير بوټو له خوا د
طالبانو رامنځ ته کيدل چې په کال (١٩٩٥م) کې يې دپوره مرستو منظوري ورکړه،په دې
اړه امريکايى ليکوال (سټيوکول) وايي: بېنظير بوټو په ناڅاپي توګه د يوې نوي افغان
ډلې مور وګرځيده. بېنظيربوټو پخپله په دې باب وايي: ورو ورو په کې ښکېل شوم. [ د پيريانو جګړې ص ٤٢٣]
اونوموړي وروسته د پاکستاني طالبانو لخوا
ترور شوه، بايد ووايو چې افغاني او پاکستاني طالبان په حقيقت کې سره يو دي.پوځي
جنرال پروېز مشرف هم د طالبانو سره زياتې مرستې کړي دي خو په پاى کې يې پر وړاندې
راپورته شول او څو ځله يې بريدونه پرې وکړل خو خداى خلاص کړ.
هغه
تنظيمونه چې د جنرال ضياًلخوا دروسانو پر خلاف او د افغانستان د ورانولو په خاطر جوړ
شوي وو، وروسته د ډاکټرنجيب الله د حکومت د له منځه تللو څخه يې د پاکستان پر
وړاندې مخالفتونه پېل کړل تر هغې چې په
کابل کې يې د خپل (بادار) پاکستان سفارت په اور کې وسوزاوه.
پروفيسور آيوميشو د دا ډول بانډونو په اړه وايي:...که چيري
ليبيا او سوريه يو اروپايي هيواد نه شي اشغالولى خو په بدل کې يي کولى شي چې د
خپلو تروريستي کومانډوګانو (تروريستي بانډنو) په مرسته په اروپا کې (تروريستي)
جګړه وکړي، نور نو بايد چي تروريزم د (١٩م) پيړۍ او يا هم د (١٩٧٠م) لسيزې تروريزم
و نه شميرو ، ننى تروريزم د هغو جګړو او نظامي عملياتو له ډولونو څخه دى چي د نورو
(هيوادونو) په اندازه باندې جګړه اييزوسايل اوجګړه اييزې اسانتياوې نه لري او په
ځينو وختونو کې ځمکه هم نلري چي په هغه ځاى کې جګړه وکړي او د خپلو مخاليفينو په
ځمکو او سيمو کې تروريستي جګړې کوي.[خوشنت دست
آموز ]
فرهنګي تروريزم:
د يوه ملت دلرغونو اثارو له منځه وړل ،لوټول
اوزيان اړول چې په هغې کې تاريخي لرغوني ودانې ،ليکل شوي اثار،اونور داسې مهم
اسناد او شواهد چې په هغې کې ديوه قوم تېر تاريخ بيان شوى وي، داسې اثارچي ديوه
هېواد خلک اونړيوال يې په ورکيدو باندې خواشيني شي،لکه دچنګېز اعمال چې د نړۍ
لوى،لوى ښارونه يې له خاورو سره خاورې کړل چې په هغې کې لوى،لوى کتابتونونه اونورې
ډېرې مهمې ودانۍ شاملې وې اوپه افغانستان کې دباميانو دبودا مجسمې چې د طالبانو
لخوا په توپونو اوټانکونو باندې وويشتل شوې اوله منځه يوړل شوې چېددوى په دې عمل
باندې دټولې نړۍ خلک هغه که هر څوک ووسخت وزوريدل چې وروسته به په خپل ځاى کې د
باميانو د بودا په مجسموباندې دتاريخ په اوږدو کې په ورپېښو زيانونو باندې رڼا
واچوو.
همدا شان هغه محال چې دکابل ښار د جهادي
تنظمونو لاس ته ولويد دکابل ښار ډېره برخه يې دخاورو سره برابره کړه تاريخي اثار
يې په خپل منځي جګړو کې وران کړل اوهغه تاريخي اثار چې دکابل په موزيم کې موجود وو
او دنړۍ له ډېرو لرغونو اثارو څخه شمېرل کيدل لوټ اوغلا کړل اودنړۍ په بازارونو کې
يې خرڅ کړل،کتابتونونه چورشول څه يې په پاکستان کې خرڅ کړل ،اويوه لويه برخه يې
دتش په نوم مجاهدينود تربيې،حماقت اوجهالت له وجې په نغريو اوبخاريو کې وسوزول
شول، دوى دخپلوناپوهيوپه سبب په دې عقيده وو چې د ډاکټرنجيب الله دحکومت دتسلط
لاندې هر څه کفري او کمونستي دي نوسوزول
اوله منځه وړل يې لوى ثواب اوفرض عمل دى .
اوځيني نور پښتو کتابونه دترورستي ډلو لخوا
چې دپښتنو سره يې تعصب اوبې ځايه مخالفتونه درلودل وسوزول شول.
کلتوري تروريزم:
د يوه هيواد د خلکو د سالمو اخلاقو،کلچر،ژبي
، ذهن،تربيې او نورو ښو اعمالو،عاداتونو او خويونو ته تغير ورکول .
جهل،بي سوادي،خرافات،د مکتوبونو،کتابونو،
استادانو،شاګردانو(جلکى ، هلکان) وژل او ډارول.
او ډول ډول بداخلاقى د يوه خارجي هيواد له
خوا په زور،فريب او د مکر له لارې منځ ته راوړل. چي څو بيلګې يي په لاندي ډول ليکل
کيږي:لکه د انګريزانو بريدونه په چين باندي چې په کال (١٩٤٠م) کې وروسته له هغې ترسره شول چي هغه ترياک چي د
انګريزانو او نورو له خوا چين ته راوړل شوي وو د چينايانولخوا له منځه يوړل شول د چين خلک د انګريزانو له لخوا د خپلو سياسي او
اقتصادي ګټو په خاطر د ترياکو په استعمال باندې عادت شوي وو، دا جګړه چي انګريزانو
د خپل حيثت او د ملي ګټو نه د دفاع په نوم پيل کړي وه چينايانو په دې جګړه کې ماتي
وخوړه او د انګريزانو غوښتنې يي د ترياکو د تجارت په اړه ومنلې او دا جګړه د
(ترياکو جګړې)په نوم مشهوره شوه. [ نګاهي به تاريخ جهانص:٩٤٥]
د ترياکو دغې جګړي ته کلتوري تروريزم او د
مخداره توکو تروريزم هم ويلي شو .
همدا ډول د پخواني شوروي اتحاد له خوا وروسته
له (١٣٥٧)هجري شمسي کال څخه افغانستان ته د شرابو راوړل چي تقريباً ډيرى خلک يي
پري عادت کړي وو چي تر اوسه پورې يي اغيزې په ډيرو خلکو کې تر سترګو کيږي .
په افغانستان کې هغه شراب چي له شوروي څخه
افغانستان ته وارديدل له شوروي څخه يي بيه په افغانستان کې کمه وه، او دا وجه وه
چي په هوټلونو د خوراکي توکو په مغازو او حتى د کليو په عادي دوکانونو کې به په
ټيټه بيه خرڅيدل د روسي کمونستانو موخه دا وه چي زموږ د خلکو دين او کلچر ته بدلون
ورکړي . همدارنګ به شورويانو زموږ واړه ماشومان له افغانستان څخه شوروي اتحاد ته د
يتيمانو په نوم وړل چي وروسته به له ډيرې مودې څخه افغانستان ته راغلل د دوي ډير
کړه وړه به د افغانانو په شان نه وو په خپلو کورونو کې به د روسانو په شان په لنډو
تنګو کاليو کې گرځيدل او داسي نور غير افغاني کړه وړه به يي ترسره کول چي په دې
کارونو به يي خپل خپلوان ډير خواشيني وو او په مشکل کې ورسره پاتي وو اکثرو يي
خپلې ژبي هيرې کړي دي په خاص ډول پښتنو هلکانو خپله پښتو ژبه هيره کړي ده او د
پښتو پر ځاى ماته ګوډه دري ژبه وايي . وروسته له هغې چي د شوروي اتحاد کمونست نظام
له منځه ولاړ او په افغانستان کې د ډاکټر نجيب الله حکومت هم ړنګ شو نو هغه
ماشومان چي د پخواني شوروي اتحاد په جمهوريتونو کې پاتي وو بي موره او بي پلاره
لوى شوي دي اکثرو يي خپل مور پلار او وطن هير کړى دى چي اوس د لوړ عمر ځوانان دي
ډيرى ځوانان يي د جنايتکارو مافيايي (تروريستي )ډلو غړي دي ځينې يي د شوروي په
پخوانيو جمهوريتونو کې د ډول ډول ورانکاريو او مخدره توکو د قاچاق له امله په
زندانونو کې بنديان دي ، او پاتي نور يي اروپا او نورو هيوادو ته تللي دي پاتي دې
نه وي چي د پخواني شوروي اتحاد په جمهوريتونو کې د روسي ژبې په الفباء باندې زده
کړې کيدلې چي د غير روسانو ليک دود يي له منځه وړى وو مثالاً په تاجکستان کې که
څوک څه ليکې مجبور دى چي تاجکي ژبه د روسي ژبي په تورو وليکي .
بل خوا هغه افغانان چي وروسته له(١٣٥٧هـ - ش)
له بدلون نه را په دې خوا پاکستان ته مهاجر شول د پاکستان د څارګرې ادارې (اى اس
اى)له خوا اکثرو کډوالو ته دا ور زده کړاى شول چي دهرې لارې څخه چي کولى شي پيسې
لاس ته راوړي .
(اى اس اى) د چور او چپاول ، رشوت ، دولتي او
شخصي ځمکو غصب کول د ملايانو په خوله مهاجرينو ته د ثواب او د غنيمت په نوم علان
کړل ، له بلې خوا د همدغې (اى اس اى) شيطاني ادارې له خوا وروسته له هغې چې د
ډاکټر نجيب الله حکومت ړنګ شو هغه تنظيمونه چي د نوموړي ادارې له خوا د روسانو سره
د جهاد په نوم جوړ شوي وو يو تر بل يي په جګړو سره واچول چي په نتيجه کې هيواد
وران او ويجاړ شو هر څه له منځه ولاړل ، د افغان قومونو تر منځ يي قومي ، ژبني ،
تنظيمي ، ګوندي او سيمه ائيز توپيرونه او جدايۍ رامنځ ته کړې، خلک په سختو امنيتي
او اقتصادي مشکلاتو کې پاتي شول ډير خلک مهاجرتونو ته مجبور شول او پاتې خلک په
داسې کړاونو کې ولويدل چي د خلکو څيرو ، اخلاقو او حتى لباسونو يي تغير وکړ تر هغې
چې ما په خپله يو همځولى او ملګرى چې تر ډيرې مودې مې نه و ليدلى په سختى سره مې و
پيژندلو دا وجه ده چې خلکو د خپلو مجبوريو له امله ټول دولتي او نور مالونو په غلا
او خرڅولو پيل وکړ، تر دې چې د مړيو هډونه به ماشومانو په زړو مړيستنو(قبرونو)کې
را ټولول او د حيواناتو له هډوکو سره به يي يو ځاى خرڅول او پاکستان ته به وړکيدل،
لکه چي ومو ويل (اى - اس - اى) لومړى د استخدام شويو او نيمه ملايانو په خوله
افغان مهاجرو ته د افغانستان ټولې دولتي شتمنى غنيمت علان کړې او وروسته يي
افغانان د خپل منځي جګړو له امله په اقتصادي مشکلاتو کې ښکيل کړل او هغه خلک چي په
افغانستان کې پاتې وو او پاکستان ته نه وو مهاجر شوي هغوى هم د مجبوريو له کبله په
جنايتونو ، او خيانتونو او اداري فساد باندې پيل وکړ دا دې (اى اس اى ) د کلتوري
تروريزم مهمه برخه ده چي نن ورځ افغانانو ته هر ډول حرام حلال ښکاري ، او افغانانو
ته د دولتي شتمنيو لوټول د ثواب کار (د غنيمت) مال دى ، څوک چې حرام مال پيدا کولى
شي د حلال مال په کيسه کې نه دي ، اداري فساد (رشوت) او نور خيانتونه چې پيسې لاس
تر راوړل کيږي زموږ د خلکو د (کلتور يوه برخه ګرځيدلي ده)
مذهبي تروريزم:
دخلکوديني ،مذهبي عتقادات اومقدساتو له منځه
وړل،دخلکو په سوله ييز مذهب کې د تروريزم، تشدداوخرافاتو رامنځ ته کول ، لکه د
اسرايلو لخواچې ديهودانو په مذهب کې يې ناوړه ترورستي ګروهې رامنځ ته کړي دي ، اود
په اسلام په مقدس دين کې د شعيه ګانو ډله،او د ځان مرګو بريدونو ګروهه . په عسوي
مذهب کې دپروتستا نو (پروتست) ډله ،کمونيزم، سکولاريزماوداسي نورې عقيدې يې رامنځ
ته کړي دي چې په مناسب ځاى کې به ډېر په
زړه پورې معلومات پرې وليکو .
دارنګه دکمونستانو
لخوا دټولو مذهبي ګروهو له منځه وړل اوبې ديني رامنځ ته کول .
داډول د سکانوپه سوله ائيزمذهب کې د پنځم ګورو
(ارجان) او دې ده زوى ګورو(هرګويند) لخوا دجګړو او وژنو عقيده رامنځ ته کول دي چې
د بابا نانک په ښوونو او عقائدو کې د جګړو او دښمنيو ښؤنې او کړنې نه تر سترګو
کيږي. لنډه دا چې په هر مذهب کې افراط
اوتفريط مذهبي تروريزم دى .
دمخدره توکو تروريزم:
لکه چې پخوامو د کلتوري تروريزم په برخه کې
ولوستل چې دانګريزانود ترياکو تجارت چې په چينايانو
باندې يې په زور ومنلو د مخدره توکو تروريزم
دى ، او نورې هغه منظمې مافيي ډلې چې په ټوله نړۍ
کې يې د دې واک او توان موندلى دى چې په هر
هيواد کې وغواړي د هيروينو او نورو مخدره توکوتجارت کولى شي او که چېرې يې په
وړاندې څوک ودريږي اومخالفت يې وکړي په اسانۍ سره ترورکيږي چې تر اوسه پورې يې په
زرګونو د هېوادونوحکومتي چارواکي ترور کړي دي .
دافغانستان اوتا جکستان په پوله چې دمخدره
توکو قاچاق ترسره کيږي يوازې قاچاق وړونکي دمخدره توکوتروريزم عاملين نه دي بلکې
هغه سرحدي پولېس هم دي چې د پولې په دواړوخواوو کې دندې لري اودقاچاق وړونکو سره
لاس لري .
په کال (١٣٧٧) هجري شمسي کې هغه محال چې موږ
اروپا ته روان وو څو ځايه موپه سترګو وليدل چې د مخدره توکو کڅوړې به له هغو موټرو
څخه چې موږ به سفر پکې کولويو بل ته سپارل کيدلې .
دمخدره توکو د تروريزم قربانيان په نړۍ کې تر
ټولو څخه زيات دمرکزي امريکا په هيوادونو کې تر سترګوکيږي ،لکه چې پوهېږو په نړۍ
کې هره ورځ دمخدره توکوداستعمال له امله ډېر شمېر خلک خپل ژوندله لاسه ورکوي چې دا
ډول مرګونو ته د مخدره توکو (ترژادي تروريزم) هم ويلى شو.
دتروريزم
بڼې:
د تروريزم بڼې خورا ډيرې دي چي موږ نه شو
کولى ټولې بڼې يي معرفي کړو ځکه چې هره ورځ د تروريزم نوي نوي بڼې رامنځ ته کيږي ،
داسې بڼې چې پخوا نه وي تر سترګو شوي او چا يي په اړه فکر هم نه وي کړى ، نن سبا
چې د تروريزم کومې بڼې کارول کيږي له ټولو څخه يي ډيره خطرناکه بڼه (ړوند ترور) دى
، ړوند ترور هم ډيرې بڼې لري چې له هغې جملې څخه يي يوه هم انتحاري بڼه ده چې د
نړۍ په ګوټ ګوټ کې تروريستي ډلې او تروريستې حکومتونه ورڅخه ناوړه استفادې کوي . د ړوند ترور نورې بڼې په افغانستان کې د
امريکايانو له خوا پر عامو خلکو ړندې بمبارۍ او عمليات چې له خلکو څخه په ډکو کليو
، ودونو ، مسجدونو ، جنازو او نورو عامه ځايونو باندې يي ترسره کوي او همدارنګه د
طالبانود خاصو ډلو له خوا په ښارونو، مسجدونو، جنازو، فاتحو، روغتونونو ، مکتبونو،
ودونو، زيارتونو او نورو عامه ځايونو کې چاودنې د ړانده تروربڼې دي، همدارنګه د بې
هدفه او ړندو توپونو او توغنديو توغول، لکه د کابل په ښار باندې د مجاهدينو دتنظيمونوله
خوا د توپونو او توغنديو توغول دي چې د يو او بل پر خلاف به يې ويشتل، چې په نتيجه
کې له (٦٠زروڅخه تر٧٠زرو) پورې د کابل بې ګناه او بې چاره خلک يې ووژل، په دې اړه زما
يوه ملګري د هغه وخت د ړندو توپونو د ويشتلو يوه پيښه داسې راته بيان کړه :
زه چې د اتحاد اسلامي تنظيم له حربي پوهنتون
څخه فارغ شوى وم د مجاهدينو د دفاع وزارت (ګل زرک ځدراڼ) له خوا د توپچي يوې بطريي
ته چې په ( )کې ځاى پر ځاى وه د
بطريي د قوماندان په توګه ور معرفي کړى وم، کله چې د توپچي بطريي ته ورسيدم د
بطريي څو تنه د توپچي پرسونل هلته موجود وو وروسته له روغ بړ څخه دوى په خپلو منځو
کې د توپونو ډزې او پيسې حسابولې ما پوښتنه ترې وکړه چې دا چې تاسو يادوى د څه شي
پيسي دي؟ د هغو د جملې څخه يو تن وويل : کله چې د توپونو مرمى فير کړو د هر يوه ډز
نلى (پوچک) (١٠٠) کالدارې کيږي او د ژيړو (برونزو) نليو بيه د نورو نليو څخه لوړه
ده .
ملګري مې وويل: ما پوښتنه وکړه تاسو چې دا د
توپونو مرمۍ ولۍ کوم کوردينات او يا دکومې نظامي نقشې په اساس يې انداخت کوى که
څنګه ؟ دوى وويل نه! نه! په دې مخامخ د غره په تيره سر چې د توپ ميل برابر کړو نو
د ښار فلانى ځاى لګيږي او په دې غونډى چې مرمى ورواړو په فلاني ځاى کې لګيږي .
پاتې دې نه وي چې نن سبا چې په افغانستان، پاکستان، عراق او نورو هيوادونو کې
تروريزم په کوموبڼو دخلکو په منځ کې تر سره کيږي دهغو بڼې داسې دي لکه انسان بم، موټربم،
موټرسايکل بم، باسکل بم، خربم اوداسې نورې.
داسلام دمقدس دين څخه وړاندې دجاهليت په
زمانه کې په نړۍ کې ډول ډول اوپه بېلوبېلو بڼو ترورستي
اعمال ترسره شوي دي چې له هغې جملې څخه له هر
څه نه زړه بوږنونکي بڼه د اسرايلو له خوا د(مولک) نومي بتانو پروړاندې
خپل اولادونه د قرباني په نوم سوزول.[ د ارميا کتاب32:35]دا شان د جاهلو
عربو له خوا له ټولو څخه بده او ناوړه ترورستي
بڼه دا وه چې خپلې معصومې لوڼه به يې ژوندې په خاورو کې
ښخولې چې دا ډول اعمال د خپلو اولادونو
پروړاندې وحشي ځناور هم نه تر سره کوي .
دعربوپه سيمو کې به عربو دخپلو مخالفينو ښځې
او ماشومان په اورونو کې سوزول ماشومان به يې د نښې پر ځاى کښنول او په غشيو به يې
ويشتل ، دخپلو مخالفينو څخه به يې لاسونه اوپښې پرې کړل او
بيا به يې پر هغه ځاې کې په خپلو وينو کې
پرېښودل تر څوچې مړه به شول. [سيرت نبي ص لمړى ټوک ص
٣٩٣]
کله به يې چې ښځو ته سزاوې ورکولې له
هغوسزاګانو څخه يوه د سزا بڼه دا وه چې ښځې به يې په آسانوپسې وتړلېاو آسونه به يې
پسې ځغلول چې هغوى به ټوټې ټوټې شوې .
له لوږې او تندې به يې خلک مړه کول چې دې دا
ډول سزا نوم (صبر) و .[سيرت نبي ص ٤ ټوک ص ٢١٩]
په جګړو کې به يې دامېدوارو ښځو نسونه څيري
کول ، له وژل شويو خلکو څخه به يې غوږونه ، پزې اود بدن نور غړي پرې کول او د وياړ
لپاره به ښځو د غاړو آمېلونه ترې جوړول ، د احُد په جګړه کې د حضرت حمزه (رض) او
نورو شهيدانو څخه (هنده ) نومي ښځې چې د مکې د مشرکينومشر ابوسفيان مېرمن وه
غوږونه او پزې پرې کړي وې او امېل يې ترې جوړ کړى و او هم يې دحضرت حمزه (رض) څخه
زړه او ينه (جګر) ايستيلي وو او ويل کيږي چې خام يې خوړلي وو .
عربو به د خپلو دښمنانو دسرونو په کوپړيو کې
شراب څښل او په دې کار به وياړيدل . د
جاهلو عربو د ترور يوه بڼه داسې وه
چې يو سړى به يې په دوو ونو پورې وتړلو او بيا به يې هغه ونې لنډې ( قطعه )کړلې کله
به چې هغه ونې پريوتلې نو تړل شوى تن به دوه ځايه څيري شو.
دا شان د نړۍ په نورو سيمو کې ډول ډول ظلمونه
تر سره شوي دي تر دې پورې چې دخپلو ساعتېريو او خوښيو لپاره به يې انسانان د وحشي
داړونکو حيواناتو سره په جنګ اچول چې يا به يې انسانان وژل
اويا به يې ځناور، که انسان به ځناور له منځه
يوړ او انسان به ژوندى پاتې شو د خپل بادار لخوا به نازول کيده .
داسې وحشيانه اعمال چې داسلام دين څخه پخوا
تر سره کيدل نن ورځ وينو چې په هغه بڼه او ډول ترورستي وحشيانه اعمال د پرمخ تلليو
(متمدنو)انسانانو د پرمخ تلليو وسايلواو وسلوپه واسطه دمتمدن
تروريزم لخوا ترسره کيږي .
ښاغلى داکټر الکسيس کارل وايي : سره له دې چې
تمدن د انسانانو فکري اوبدني غړوته ښه وده ورکړي ده په خوبيا هم په خواشينې سره وينو
چې د انسانانو نسل دې دا ډول عجيبو او بې سابقې علومو سره سره
د دې پر ځاى چې داخلاقو درجه او دژوند طرزاو
طريقه او روحي خصوصيات يې مخ پر وړاندې ولاړ شي برعکس دخپلو نېکونو بربريت او
وحشيانه خويونه يې خپل کړي دي ، او ټول اختراعات او موندنې
(اکتشافات) يې دې بشريت دله منځه وړلو
اوتباهۍ (اضمحلال) لپاره جوړې کړي اوکاروي يې .[انسات موجود ناشنا خته ص١٣]
د داکټرکارل د وينا پر بنسټ د بېلګې په توګه
ويلى شو چې: دجاهليت په هغه وخت کې به يې دخپلو مخالفنيو ښځې او ماشومان په اورونو
کې سوزول ، خو نن په متمدن ډول ( بې ګناه عام خلک ، ښځې اوماشومام )دباروتو په
اورونو کې سوزوي ، د کورنيو ټول غړي په خپلو کورونو کې يوې کوټې ته ټولوي او د
متمدنو امريکايانو لخوا وژل کيږي .
د هغه وخت جاهلانو به ښځې په آسونو پسې تړلې
او بيا به يي آسونه ځغلول چې له امله به يي ټوټې ټوټې شوې ، خو نن ورځ بې ګناه ښځې
او ماشومان د انتحاري او امريکايي بريدونو
له امله ټوټې ټوټې کيږي، او په پاکستان کې د جاسوسانو په تور د پښتنو او بلوڅو په
سيمو کې ځوانان ژوندي په موټرو پسې تړل کيږي او په کشولو کشولو يي وژني ، دا خو
پريږده چې د افغانستان دوخت جمهور ريس ډاکټرنجيب الله يي په موټر پسې تړلى او بيا يي په ډيرې بې رحمى سره وژلى او سپکاوى
يې ورته کړى وو، او همدغو متمدنو انسانانو اسامه بن لادن لمړى ژوندى ونيوه او بيا
يې د خپلو ماشومانو پر وړاندې په مخ باندې په مرميو وويشتلو او بيا يي اوبو ته ور
وغوځولو او د ماهيانو خوراک شو ، چې اوس امريکايان هغه مستند فلم چې دوى په خپله د
بن لادن د ترور جريان پکې اخستى دى نړيوالو ته خپل ترسره شوى ترورستي عمل نه شې
ښکاره کولى.
دا شان د ليبيا مشر قذافي د امريکايي لاس
پوڅي ترورستي ډلو لخوا ژوندې ونيول شو، د ټولې نړۍ خلکو په تلويزيونونو کې وليدل
چې وروسته له نيولو څخه يې نوموړى سخت سخت ووهلو او له مخ څخه يې وينې روانې وې او
په خبرونو کې مو واوريدل چې ترورستانو د قذافي سره جنسي اعمال هم تر سره کړي دي چې
دا ډول کړنې د يوه هيواد له مشر سره وروسته له نيولو څخه د ترورستي اعمالو ناوړه
بڼې دي، زموږ په پښتنو کې مشهوره ده چې وايي:( دښمن مړ کړه خو وروسته له مرګ څخه
يې مه سپکوه.)
د جاهليت په هغه دورو کې به يي خلک بنديانول
او په زندانونو کې به له لوږې او تندې څخه مړه کول ، خو اوس متمدنو خلکو د
افغانستان په شمالي ولايتونو کې په کانتينرونو کې له تندې او د هوا د نشتوالې له
امله په زرګونو اسير طالبان ووژل .
که په جاهليت کې به يي انسانان د وحشي ځناورو
سره جنګول ، خو نن موږ وينو چې د امريکايانو له خوا زموږ بې ګناه او معصوم
خلک سپين ږيري ښځې او ماشومان په خپلو
کورونو کې په روزل شوو او داړونکو (ليوه ډوله ) سپيو باندې داړي او هم اسيران په يادوشويوسپيو باندې ډاروي .
لنډه دا چې د نړى خلک چې د ژوند په ټولو
اړخونو کې پرمختګ کړى دى همداشان يي د تروريزم
(ظلم ) په تر سره کولو کې لوى پر مختګ کړى دى .
د پورته يادونو څخه پوهيدلې شو چې کوم
تروريستي اعمال چې د نن زمانې د خلکو له خوا تر سره کيږي همدا ډول تروريستي
بريدونه د جهاليت په دوران کې په ټيټه کچه د ناپوهانو له خوا ترسره کيدل چې د هغو
تروريستي کړنو له امله دومره زيانونه نه رامنځ ته کيدل .
په تيرو زمانو کې د تروريستانو له خوا يو
شمير پيغمبران او لوى لوى مصلحين وژل شوي دي، او د اسلام په ستر پيغمبر(ص) باندې د
اسلام د دښمنانو له خوا څو څو ځله تروريستي بريدونه تر سره شوي دي چې له نيکه مرغه
د ټولو تروريستي بريدونو څخه الله تعالى ژغورلى دى.
همدارنګه د مسلمانانو پر لويو خليفه ګانو او
اصحابو کرامو باندې هم تروريستي حملې ترسره شوي دي ، چې په خپل وار به په هر يوه
باندې وغږيږو ، لمړۍ به په هغوترورستي اعمالو باندې رڼا واچوو چې داسلام ددښمنانو
لخوا زموږ په پېغبر(ص) باندې په بېلو بېلو ډولونو او بڼو باندې ترسره شوي دي .