
محمد انور اڅړ
نن چې د
پښتنو په لرو او برو سيمو کې هغه جاهلان چې طبيعتاً د پوهې او زده کړې دښمنان دي د
مکتبونو پاک او شريف استادان چې په هغو کې ښځې هم شاملې دي په دې ګناه وژني چې په
مکتبونو کې معصومو ماشومانو ته د الله (ج) او د پيغمبر (ص) لارښوونې اوهمدارنګه هغه علوم چې د ژوند کولو لپاره ضروري دي ورزده کوي دغه جاهلان چې د اسلام او طالبانو په
نوم باندې د مکتبونو(تل پاکان)ماشومان وژني په مخونو باندې يې تيزاب شيندي او نور
ډول ډول ګازونه په مکتبونو کې خوروي تر څو ماشومان وډار شي او د علم له لوى نعمت
څخه محروم شي سره لدې چې د طالبانو او نورو اسلامي ډلو د مشرانو لخوا دا ډول اعمال
رد شوي دي خو بيا هم لکه چې ومو ويل چې يو شمير کسان د طالبانو له نوم څخه سو
استفاده کوي ښوونځي او کتابونه سوزوي چې موږ او تاسې وينو چې په هغو کې قرآن او
نور مقدس کتابونه له نورو علمي کتابونو سره يو ځاى سوزول کيږي د ماشومانو او بې
ګناه خلکو وژل يو نه بخښل کيدونکى عمل دى چې د جاهليت د زمانې او د فرعون د اعمالو
څخه دي هغه خلک چې د زده کړې مخالف دي او نه غواړي چې خلک د اسلام د رښتينو
هداياتو او وجايبو څخه خبر شي د الله تعالى له لارې بې لارې شوي او د شيطان په
لاره روان دي دا ډول خلک په ١٣٢هـ په شاوخواکې د يزيديه په نوم رامنځته شوي وو چې
د اسلام په تاريخ کې له لويو جاهلانو څخه شميرل کيږي دوى ليکل او لوستل حرام بولي
او شيطان (ابليس) ته د تقدس په نظر ګوري د
يزيديه ډله چې د شيطان ملګري او د شيطان په لاره روان وو که لږ څه رڼا پرې واچول
شي او ګران لوستونکي يې د نن زمانې له جاهلانو سره پرتله کړي ښه به وي.
ښاغلي مانع بن حماد جهني د (الموسوعه
المسيرة في الاديان و المذاهب المعاصرة) کې د يزيديه فرقې په اړه ډير په زړه پورې
معلومات ليکلي دي او ددوى جهالت او حماقت يې داسې بيان کړى دى:
يزيديه يوه له اسلام څخه منحرفه
(باطني) ډله ده چې وروسته د اموي دولت له راپرځيدلو څخه په کال ١٣٢هـ کې ښکاره شوه
په لومړيو کې يو سياسي حرکت بلل کيده چې د بني اميه د لويۍ او عزت لپاره يې فعاليت
کاوه خو د محيط وضع د دې ډلې د جهل لوى عامل ؤچې دا ډله يې له اسلام څخه منحرفه
کړه او د يزيد بن معاويه او شيطان په تقدس يې پيل وکړ.
دغه ډله د شمس الدين ابو محمد په
واسطه چې په شيخ حسن مشهور ؤ (٥٩١-٦٤٤هـ) له اسلام څخه واوښته او د يزيد،عدي بن
مسافر او شيطان په تقدس،دوستۍ او پيروۍ يې لاس پورې کړ.د دوى دعوت او حرکت په پرله
پسې توګه د حاکمانو لخوا د شکنجو او سختو فشارونو لاندې نيول شوى دى.
د کربلا په جګړه کې حضرت حسين بن علي (رض) د
يزيد د پلويانو لخوا په شهادت رسول شوى دى او شعيه ګان په يزيد باندې لعنت وايې
...چې يزيديه فرقه يزيد ته په دوستۍ او احترام قايله ده نو دوى د ده لعنت ته ډېرپه
بده سترګه کتل او وروسته يې د لعنت کلمه مطلقاً بده وګڼله چې ورپسې د يو مشکل سره
مخ شول هغه دا چې په قرآن کريم کې په شيطان باندې لعنت شوى ؤ هغه ؤ چې له هغې يې
هم انکار وکړاو د قرآن کريم په هر ځاى کې چې د لعن يا لعنت کلمه پر شيطان او هم د
شيطان څخه پناه غوښتل پکې ذکر شوي وو هغه يې ړنګ(محوه) کړل او دايې ويل چې دا ډول
ليکنې په اصل کې قرآن ندى بلکه هغه مسلمانانو اضافه کړي دي . دوى شيطان ته په دې
دليلونود تقدس په نظر ګوري:
ابليس ادم ع ته سجده ونکړه (د دوى په
نظر)ابليس لومړنى موحد ؤ او د خداى تعالى ج وصيت يې نه ؤ هير کړى چې بې له خدايه ج
به بل چاته سجده نکوي په داسې حال کې چې ملايکو دا خبره هيره کړي وه او ادم ع ته
يې سجده وکړه چې ادم ع ته سجده يو امتحان ؤچې په هغه کې شيطان بريالى شونو ځکه
لومړنى موحد شميرل کيږي او خداى پاک د دې کار په بدل کې مقام ورکړ او هغه يې د
ملايکو (طاووس) او مشر وټاکه.همدارنګه ليکوال زياتوي چې د يزيديه فرقې پيروان شيطان
ته له ډاره هم تعظيم کوي ځکه چې هغه ډير زورور دى تر دې حده چې د پروردګار پر
وړاندې يې جرات وکړ او د ده اوامريې ونه مانه...وايې چې ابليس حضرت ادم ع ته دوکه
ورکړه او پرده يې د هغې ونې څخه چې ترې منع شوى ؤ ميوه وخوړه او دى يې له جنت څخه
وايسته همدارنګه دوى په دې عقيده دي چې شيطان له جنت څخه ندى شړل شوى بلکه په خپله
خوښه ځمکې ته راکوز شوى چې د يزيديه فرقې سرپرستي وکړي،د دې ډلې پيروانو د شيطان
مجسمې د لاس د يوه موټي (مشت بسته) په اندازه د چرګ په شکل جوړې کړي چې هغو مجسمو
ته درناوى تعظيم کوي دا مجسمې ځکه د چرګانو په ډول جوړې شوي دي چې دوى متعقد دي چې
شيطان د ملايکو طاووس دى...
د يزيديه فرقې د پيروانو ځينې ارکان
په لاندې ډول دي:
- د دوى د شهادت کلمه داسې ده (اشهد
واحدالله سلطان يزيد حبيب الله) يعنې شاهدي ورکوم چې الله
يو دى او سلطان يزيد د الله دوست دى. \"نعوذبالله\"
- لمونځ:د شعبان په نيمه شپه (شب
برات) کې لمونځ کوي چې د ټول کال د لمونځونو برابر يې ګڼي (يعنې د ټول کال
لمونځونه په نيمه شپه کې يو لمونځ دى).
- روژه:هر کال د دسامبر په مياشت کې
درې ورځې روژه نيسي چې دا ورځ د يزيد د ميلاد د ورځې سره برابره ده.
- زکات: د طاووس په نوم ټوليږي چې
هغه د ډلې مشر ته سپارل کيږي.
- حج: هر کال د عراق د عرفات غره ته
د(مرجه نور ايينه لاش) په دره کې د ذوالحجې په لسم ورخيږي.
حشر او نشر وروسته له مرګه:د باططه
په کلي د سنجار په غره کې به وي او هلته به د اعمالو تله د شيخ عدي په لاس کې وي د
خلکو سره به خبرې کوي او خپله ډله (يزيديه فرقه) به له ځانه سره جنت ته داخلوي.
- دغه باطنيه ډله په باطلو شيانو
قسمونه يادوي لکه قسم په غاړه کۍ (طوق)،په سلطان يزيد...
- د واده مراسم يې داسې دي چې لومړى
زوم ناوې تښتوي او وروسته د دواړو کورنيو غړي راټوليږي او خبره حل کوي.
- شين رنګ حراموي ځکه چې دا رنګ د
طاووس له روښانه رنګونو څخه دى.
- د خوراک دغه ډولونه حرام
بولي:کاهو،کرم،کدو،فاصليه،د چرګ غوښه،دکب غوښه،د هوسۍ غوښه او د خنځير غوښه او
همدارنګه د طاووس غوښه يې په سختۍ سره حرامه کړي ده ځکه چې طاووس ابليس ته ورته دى
چې د ملايکو طاووس دى.
- د بريتونو کلول حراموي بلکه هغه
اوږدوي او په نامناسب ډول يې پريږدي .
- که څوک د يوه يزيدي څخه دايره
تاوکړي هغه تر هغې له هغې دايرې څخه نه خارجيږي تر څو چې هغه دايره هغه کس په خپله
ورانه نکړي دوى په دې عقيده دي او وايې چې تا له شيطان د دې کار امر کړى ؤ.
مانع بن حماد جهني د دوى د جهالت او
ذلت په باب زياتوي چې د يزيديه فرقې په دين کې ليکل او لوستل تحريم او حرام کړاى
شوي دي يعنې د خپل دين احکام حفظ او يادوي يې چې دغه امر د دوى د جهل او بې سوادۍ
سبب شوى او د يزيد،عدي او ابليس اړه په افراط کې لويدلي دي.
يزيديان د لمر لويدو په وخت مې لمر
ته مخ کوي او دعا ورته کوي وروسته له هغې ځمکه ښکلوي او خپل مخ په ځمکه سولوي...
دوى ډول ډول عيدونه لري چې د دوى يوه
شپه د تورې شپې (شفرشک) نوم لري چې په هغه شپه چراغونه مړه کوي او محارم او شراب
حلال ګڼي.
د نوموړي ډلې په عقايدو کې ډير دا
ډول حيرانوونکي خرافات شته چې د ټولو خرافاتو ليکل به دلوستونکو حوصله لنډه کړي.
دغه ډله په ځينو غربي هيوادونو کې
خواره شوي دي خو ډير شمير يې د عراق په شمال د کردانو په سيمو کې ميشته دي.
سره لدې چې دغه فرقه د ليکلو او
لوستلو سره مخالفه ده خو بيا هم په دې وروستيو کې د دغې ډلې د غړو لخواځيني
کتابونه ليکل شوي دي چې سراسر له خرافاتو ډک دي په کال ١٩٦٩م کې د دوى اخرين مشر
امير ابو يزيد اموي وکړى شول چې عراق ته د راتلو اجازه تر لاسه کړي او د بغداد د
رشيد سړک سره نږدې يو ښونځى جوړ کړي.
محمد انور اڅړ