پكتيكاولايت كې ځانمرګي بريدنهوولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

په پكتيكاولايت كې ځانمرګي بريدنهوولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله، ځانمرګى بريد د دغه ولايت د جانيخېلو ولسوالۍ په بازار کې شوى، ځايي چارواكي وايي په بريدكې يو دوكاندار وژل شوى او اته نور ملكي وګړي ټپيان دي. تراوسه چا د دې بريد مسووليت پرغاړه نه دى اخيستى خو وسله وال طالبان وايي چې په پكتيكاكې يې په بېلابېلو بريدونوكې اوه سرتيري وژلي او ټپيان كړي دي، خو چارواكو دا ادعانه ده تايدكړې.
د پکتيکا والي پدې پېښه خواشيني څرګنده كړې او د ملکي وګړومرګ ژوبله ي غندلې ده
ځانمرګي بريدد پنجشنبې په شپه د پكتيكامركز ښرنې جنوب ختيځ ته د جانيخېلو ولسوالۍ په ښارګوټي كې شوى، د پكتيكا د والي وياند مخلص افغان وايي يوتن چې په ځان پورې يې چاوديدونكي توكي تړلي وو، په ښارګوټي كې ځان ته چاودنه وركړې او له امله يې يو ځوان وژل شوى، اته نورملكي كسان ټپيان دي او دوكانونه هم زيانمن شوي دي، ټپيان چې د درملنې په موخه د ښرنې روغتون ته لېږدل شوي روغتيايي حالت ښه بللی شوى.
تراوسه دانه ده معلومه چې د ځانمرګي اصلي هدف څوك وو، او د پېښې په ځاى كې امنيتي سرتيري او دولتي مامورين هم نه دي ليدل شوي. د پكتيكاوالي محب الله صميم دا ډول پېـښې او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله غندلې چې د اختر راتلونكي ورځې يې په يوشمېر كورنيوبدې كړې.
كه څه هم د دا ډول بريدونو مسووليت وسله وال طالبان پرغاړه اخلي خو تراوسه يې پدې اړه څه نه دي ويلي، خو د هغوى وياند ذبيح الله مجاهد ادعاكړې چې د پكتيكاپه برمل، ګومل او خيرکوټ ولسواليوكې يې په بمي او وسله والو بريدونوكې تر اوو سرتيري وژلي او ټپيان كړي دي، خو د پكيتكاچارواكودا ادعانه ده تايدكړې.