
درنو
دوستانو! خوشال بابا فکري بهير چې دا څو
اوونۍ يې خپلې اوونيزې غونډې په کاروان پوهنتون
کې نيولې وې، راتلونکې غونډه به يې د سينما پامير په دويم پوړ (کتاب ښار)کې
وي. د نورو موضوعاتو تر څنګ د غونډې يوه مهمه موضوع ( په افغانستان
کې د هند او پاکستان تر منځ سيالۍ) تر سرليک لاندې د يوه مهم تحقيق
پرېزنټېشن دی.
د
خوشال بابا په فکري بهیر کې د ورځې پر مهمو مسايلو بحث کېږي، د مهمو کتابونو لنډيز
وړاندې کېږي او د روزنيزو او مالوماتي مسايلو په اړه پرېزنټېشنونه ورکول کېږي. هغه
دوستان چې لېوالتيا لري، په آزادانه توګه د خوشال بابا فکري بهير په غونډو کې ګډون
کولای شي.
د غونډې وخت: پنجشنبه (د زمري ۱۰)، د ماسپښين درې بجې
د
غونډې ځای: د سينما پامير دويم پوړ، کتاب
ښار
د
اړيکو شمېرې: ۰۷۹۴۰۹۰۹۲۴، ۰۷۸۷۲۶۷۲۶۷