آشټون: مرسي ښه دی

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو مشره وایي چې د مرسي روغتیا ښه ده.
د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو مشره  کاترین آشټون له محمد مرسي سره دوه ساعته لیدنه درلودله.
دده له پرځیدلو څخه وروسته دا لومړی ځل دی چې نړیواله ټولنه له ده سره ناسته تنظیموي. اروپایې ټولنې په ورته وخت کې د اخوان المسلمین له نورو مشرانو سره هم لیدنه کړیده.
آشټون چې پرون یې رسنیو ته له مرسي سره د خپلې غونډې په اړه خبرې کولې وویل: مرسي اطلاعاتي وسایلو لکه تلویزون، اخبار ته لاس رسی لري.
د روانې عیسوي میاشتې په دریمه نیټه نوموړی د فوځيانو لخوا و پرځول شو.
له مرستیال ولسمشر محمد البرادعي سره چې د کودتا په زور په واک کې دی د خبرو پرمهال آشټون وویل: زمونږ دیپلوماتان به په مصر کې پاتې شي څو د منځګړو رول ادا کړای شي. زه به یو ځل بیا هم را شم ترڅو یوې ښې پریکړې ته سره ورسیږو.
پرون د مرسي په زرګونو لاریون کوونکو د امنیتي ادارو په وړاندې لاریونونه وکړل او د کودتا په مټ ولاړ حکومت هغه خبرداری یې وننګوه چې ویلي یې وو په زور به لاریون کوونکي له میدانونو څخه لیرې کړي.