
د محمد مرسي پلویانو یو ځل بیا پرون د مصر ًپه وخت یولس بجې له روژه ماتي څخه وروسته په قاهرې کې لوی لاریونونه پیل کړل. دوی خپل لاریون د رابعه جومات څخه د کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو ادارې په لوري روان کړ.
دوی په داسې وخت کې یو ځل بیا په لاریونونو پیل کړیدی چې د هیواد د امنیت شورایٰ لاریون کوونکو ته خبرداری ورکړی و چې ترې تیر دې شي ګنې دوی به یې په زور مخه ونیسي خو لاریون کوونکي پخپله خبره ولاړ دي او له خپل دریځ نه تیریږي. د مرسي مخالفینو هم په خپلو پلویانو غږ کړیدی چې د فوځ څخه د ملاتړ په موخه دې نن سه شنبه سرکونو ته راووځي.
لاریونونه په داسې حالت کې په دې هیواد کې روان دي چې د اروپایي ټولنې د باندنیو چارو مشره کاترین آشتون له مصره په لیدنه بوخته ده. دې د هیواد له فوځي مشر سیسي، د کودتا له لارې واک ته رسیدلی مؤقتي مشر عدلي منصور سره لیدنې کړیدي.
په ورته وخت کې یې له پرځول شوي ولسمشر محمد مرسي سره هم دوه ساعته لیدنه درلودله. دې له مصر څخه د لیدنې پرمهال د مرسي له پلویانو له یوې ډلې سره هم لیدنې ترسره کړیدي خو د لیدنو په اړه بشپړ جزیأت نشته.
د شنبې د ورځې قتل عام امریکا، نور هیوادونه، د بشر د حقوقو ادارې را پارولې دي. په مصر کې د غیردولتي ادارو یوې مجموعې د کورنیو چارو په وزیر د ترسره شوي وحشت له کبله غږ کړی چې له دندې مستعفي شي.