
په حقوقي اوسياسي لحاظ په نړۍ کې دټولو هېوادونو نظامونه او رژيمونه يو شان نه دي ،مګر دولت چې يو سياسي اونړيو ال حقوقي واحد دى له درې ګونو قواوو څخه يې جوړښت موندلى دى او دهر دولت په حقوقي جوړښت کې اجرائيه قوه ،مقننه قوه او قضايه قوه شتون لري داچې موضوع دوزيرانو په تړاو ده نو وزيران داجرائيه قوې يعنې حکومت غړي بلل کيږي او هر وزير دحکومت په چوکاټ کې دځانګړو ځانګړو واحدونو مديريت اومشرتوب په غاړه لري ،که چيرې ديو حکومت وزيران فعال ،ژمن ،پوه ،متخصص ،ملي ،په وطن مين او په خپلو مسووليتونو باندې پوه وي ،نو ولس ته دخدمت په ډګر کې بريالى بلل کيږي ،دنړۍ په ټولو پرمختللو هېوادونو کې وزيران په بشپړه توګه دتخصص ،علميت ،شخصيت ،تجربې ،تعهد او وطن دوستۍ په اساس دوزارت مقام ته رسيږي ،همدا لامل دى چې دپرمختللو هېوادونو ملتونه هوسا او نيکمرغه ژوند لري او په هره برخه کې ورته دحکومت له لوري اساسي خدمتونه وړاندې کيږي.
کله چې کوم وزير ولس ته دخدمت په ډګر کې پاتې راشي او يا ونه شي کولى چې خپل ورسپارل شوي مسووليتونه په ښه توګه ترسره کړي په ډيرعزت سره دخپلې چوکۍ څخه استفاء کوي او که چيرې بيا په داسې کومو کړنو کې لاس ولري چې غيرې قانوني وي نو قانون پرې تطبيق کيږي ،که دنړۍ دهر هېواد وزيران دافغانستان له وزيرانو سره پرتله شي ،دحيرانتيا وړ او عجيبې پايلې به ترلاسه شي.
کله چې په نړيوالو مطبوعاتو کې دبهرنيو هېوادونو دوزيرانو په اړه څه راځي ،له انځورونو يې داسې ښکاري چې عادي خلک دي او دمونږ دټولنې په اصطلاح هيڅ وزير ته نه پاتې کيږي ! خو کله يې چې دخدمت کار او مسووليت په اړه بحث وشي داسې يوڅوک به وي چې دکړنو او خدمت اغيز به يې له ملي ديرې وتلى اونړيواله بڼه به يې غوره کړې وي ،يو ورځ مې دجرمنې چې يو پرمختللى اروپايي هېواد دى دماليې وزير په ټلويزيون کې وليد ،معيوب و او په خپل بايسکل باندې دماليې دوزارت په لوري په عادي حالت کې روان وو ،دنوموړي په اړه په ټلويزيون کې داسې خبرې راغلې چې په اساس يې هغه يو فعال او دنړۍ متخصص وزير وو.
خو په افغانستان کې بيا هر څه بدل دي ،ددې اوسني نظام په منځته راتګ سره چې کوم وزيران دوزارت مقام ته رسيدلې دي عجيبې کيسې لري ، دلته چې څوک دوزارت مقام ته رسيږي ،ډير کم يې تخصص ،تجربې ،ژمنتيا ،وطن دوستۍ ،علميت او شخصيت ته کتنه کيږي بلکې په ثبوت سره په دې هېواد کې اکثريت وزيران دغيرې منطقي سياسي معاملو ،قومي مصلحتونو ،رنګ ،انډيوالۍ ،له بهرنيو هېوادونو سره داړيکو ددرلودو او ان تردې چې دچاپلوسۍ په اساس دوزارت مقام ته رسيږي.
خو کله چې دوزارت مقام ته ورسيږي او دوزيرخطاب ورته وشي نو لاره ترې ورکه او مزل يې بدل شي ،يواځې په دې پوه شي چې وزير شو خو په دې نه پوهيږي چې دولس لپاره به څه کوي ،بلکې ترهرڅه زيات ددې مهارت ترلاسه کړي چې څرنګه دخپلو ګټو دساتلو لپاره کار وکړي اوپه کومو لارو دولس په سترګو کې خاورې واچوي.
له وزارتونو دوکانونه جوړ کړي يواځې هغه څوک په وزارت کې ښه سړى بلل کيږي چې له وزير سره اړيکې ولري اويواځې دهغه چا خدمت کيږي چې دوزير دقوم ،ډلې او ګټې کسان وي .
کله کله چې مونږ خپل وزيران له نږدې اويا په رسنيو کې ګورو زه خو خپله فکر کوم چې دا به دنړۍ دکوم پرمختللي هېواد وزيران وي ځکه له څيرو يې داسې ښکاريږي چې تل يې راحت ژوند کړى ،ستونزې او کړاوونه يې نه دي ليدلي اوپه هېواد کې يې هيڅ ډول ستونزې او بدمرغۍ نشته او ولس ته دخدمت په ترسره کولوکې بريالي هم دي اوپه هرهغه څه باندې پوهيږي چې دنړۍ نور وزيران نه پرې پوهيږي بس يواځې دوى دنړۍ وتلي او نازولي وزيران دي.
داسې معلومات هم شته چې ډير هغه کسان اوس له وزارتونو شړل شوي چې دتخصص ،مسلک ،تجربې ،ژمنتيا او ولس ته دخدمت په اساس يې لوړو پوستونو ته ځان رسولى وو لامل يې دادى چې هر وزير چې وزارت ته ځي لومړى هغه کسان پسې اخلي چې لوړ فکر ،پوهه او تجربه لري .
کله چې له وزراتونو وځي نو هغه موټرونو يې بدرګه کوي چې دجرمنې ،فرانسې او امريکا وزيرانو به ليدلي هم نه وي ،کله چې په مطبوعاتو کې راڅرګنديږي په داسې نازولې ژبه خبرې کوي چې په اوريدو سره يې سړي ته دهوسونو خوبونه ورځي.
دکابېنې په غونډو کې هم يواځې نمايشي ګډون کوي که له هروزير څخه پوښتنه وشي چې په ولايتونو کې څه حالت دى ،نو ځواب يې دادى چې ولايتونو ته مونږ ځانګړې توجه لرو ،انکشافي بودجه هم ورته په خپل وخت رسيدلې ده ،هلته خلک دحکومت څخه ډير خوښ دي،ډير نوي پلانونه مو ورته جوړ کړل ،اړونده مسوولينوته مو لازمې لارښوونې وکړې ،ځينې مسوولين مو چې لياقت يې نه درلود هغه مو له دندې ګوښ کړي چې خلک ډيرې پرې خوشحاله شوي دي ، هغه داستان وايي چې دکابينې دجلسې فضاء نوره هم رنګينې کړي .
خو داسې نه ده ،ډير داسې وزيران شته چې دافغانستان دڅلورو خواوو په اړه به هم بشپړ معلومات نه لري ،ولايتونو ته له ويرې سفر نه شي کولى ځکه نازولي دي چې کوم زيان ورته ونه رسيږي ،همېشه دمطبوعاتو له لارې له ولس سره خبرې کوې ،په واقعي توګه دخپلو پروګرامونو اوتګ لارو په اړه هيڅ معلومات نه لري ،په ولايتونو او ولسواليو کې په خپلو اړونده رياستونو او ادارو کې ټولې مقررۍ دخپلو لالاګانو چې وکيلان دي په خوښه سره کوي ،هغه مامورين چې دوکيل او يا خپله دځينو لاملونو ،دلايلو او مصلحتونو په اساس دوزير خوښه نه وي ،په څو ورځو کې يې له دندې ګوښه کوي ،همدا اوس په ثبوت سره په ولايتونو او ولسواليو کې يعنې په دوهمې او دريمي واحدونو کې داسې مامورين په دندو ګمارل کيږي چې هم په فساد ککړ دي او هم په هيڅ نه پوهيږي ان تردې چې دهر رياست او امريت دچوکۍ نرخ او قيمت يې معلوم دى.
هر مالي کال تير شي خو انکشافي بودجه هيڅ ولايت ته په خپل وخت نه رسيږي ،ټول ورځ همدا خبرې دي چې په وزارت کې ورکشاپ دى ،په وزارت کې سيمينار دى ،په وزارت کې غونډه ده ،وزير صاحب خارج ته تللى ،وزير صاحب مريض دى ،وزير صاحب استراحت کړى دى ،وزيرصاحب اوس وخت نه لري ،وزير صاحب پارلمان ته تللى ،وزير صاحب په کوم سفارت کې دى ډيرداسې څه به واوري دحکومت په شتون سړى شکمن شي چې ايا په دې خاوره کې حکومت شته او کنه ؟ ايا دلته څوک شته چې دولس پوښتنه او خدمت وکړي ؟ ايا دمرکز لپاره ولايتونه او ولسوالۍ اهميت لري اوکنه ؟ بلکې ډيرې هغه پوښتنې مخې ته راځي چې دټولنې په عامه فکرونو کې هرچيرته شتون لري اوپيدا کيږي.
خو دداسې وزيرانو په شتون کې ددغه ډول پوښتنو لپاره دځوابونو پيدا کول په خوب کې دحکومت کولو دداستان نه پرته بله مانا نه لري .
بله د اچې همد نازولي او ناخبره وزيران کله ناکله ترځان لوړې څرګندونې کوي ،دخپل وزارت له چوکۍ ټول دولت اوملت ته ګواښ کوي ،چې دا کيسې يې بيا داسې داستانونه را ژوندي کوي لکه دتيرو لسيزو دجګړو او خپل سريو دواکمنيو پرمهال چې کوم حالت وو.
وزيران نو بيا له چا ويره نه لري خو په دې وروستيو کې مو وليدل چې له وکيلانو ويريږي ځکه چې وکيلان خو يې په ژبه پوهيږي ،که وکيل ته خپل حق ورنه کړي نو بيايي ګوره ! او که چيرې ورته حق ورکړي اوپه کوم هوټل کې ورباندې دپاريس او نيويارک په شان ډوډوۍ وخوري نو وزير خپل بريتونه غوړوي او وکيل بيا دولس په وړاندې دوزير څخه په ټينګه دفاع کوي اودخپل مئوکلينو په سترګو کې خاورې اچوي.
لنډه داچې په کار داده چې په افغانستان کور نور بايد چې هرحکومت راځي ،بايد دواقعي حکومتدارۍ اصولو ،تګ لارو اومعيارونو ته درناوى وکړي ،هر وزير ته چې دنده ورکول کيږي بايد دتخصص ،افغانيت ،علميت ،شخصيت ،مسلک او تجربې په اساس ورته ورکړل شي ،دمصحلتونو، قومي ګټو ،غيرې منطقي سياسي معاملو ،بهرنيو فشارونو او رنګ په اساس دې وزارتونه چاته نه ورکول کيږي ځکه په دې کار سره دغه هېواد نور هم بدنام کيږي .
په اوسني حالت کې دې موجوده وزيران دخداى ،رسول او دې مظلوم ولس نه وويريږي ،که هرڅومره کم وخت لري ،که خدمت نه کوي نو له خيانت دې هم لاس واخلي په لوى لاس دې دغه هېواد دبحران کندې ته نه غورځوي بلکې دغه مظلوم ولس دې له روانو بدمرغيو ،کړاوونو او ستونزوڅخه وژغوري.
بريالى روان