له ليبيا ۱۰۰۰تنه بنديان تښتيدلي دي:

د لیبیا لومړي وزیر علی زیدان وروسته له هغې د پولو د بندولو خبر ورکړ چې له هیواده یې ۱۰۰۰تنه بندیان وتښتیدل او یو سیاسي فعال ووژل شو.
د یکشنبې په ورځ ۱۰۰۰تنو بندیانو د بنغازي په الکوفیه زندان کې په ګډوډيو لاس پورې کړ او وتښتیدل.خو کله چې امنیتي ځواکونه له دې پیښې خبر شول هغوی ته امر وشو چې په تښتیدونکو زندانیانو ډزې ونکړي.
په ورته وخت کې المسماری په نوم کس چې په ۲۰۱۱ز کال کې د قذافي ضد اوښتون سره یو ځای شو، د نامعلومو کسانو لخوا وژل شویدی.
په لیبیا کې د قذافي له پرځیدلو وروسته، امنیت هغه ډول چې اړتیا یې ده نه دی تأمین شوی.