حکومت اخواني لاریون کوونکو ته نوی خبردارۍ ورکړیدی:

حکومت وایي که لاریون کوونکي د هیواد ملي امنیت ته خطر وبلل شي نو لیرې نه ده چې ددوی خلاف به جدي اقدامات ترسره کړي.
دغه خبردارۍ لاریون کوونکو ته د هیواد د دفاعي شورایٰ لخوا ورکړل شویدی. دفاعي شورایٰ له مؤقت ولسمشر عدلي منصور، د دفاع وزیر سیسي، د کورنیو چارو وزیر ابراهیم، لومړي وزیر بیبلاوي څخه جوړه شویده. دفاعي شورایٰ په داسې وخت کې خپل خبردارۍ تکراروي چې د دفاع وزیر سیسي چې د کودتا مشري هم کوي د پنجشنبې په ورځ هم ملت ته په یوې وینا کې ورته خبرداری تکرار کړی و.
د شنبې په ورځ د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ترمنځ په اخ و ډب کې ۷۲ اخوانیان ووژل شول او ۴۵۰۰ نور ټپيان شول خو نړیواله ټولنه، ملګري ملتونه او هغه دیموکرات مشران چې اوس د حکومت برخه دي چوپه خوله دي.
د اخوانیانو ویاند جهاد وایي چې خپلو لاریونونو ته به ادامه ورکړي. په ورته وخت کې د مصر په نهو لویو ښارونو کې د مرسي په ملاتړ لا هم لاریونونه روان دي.