د پکتيکا چارواکي وايي، چې په هيڅ صورت به د پرديو نصاب ته د تدريس اجازه ورنکړل

د پکتيکا چارواکي وايي په هيڅ صورت به د پرديو نصاب ته زمونږ په ښوونځيو کې د تدريس اجازه ورنکړل شي پدې اړه د جکړې او سولې انستيتيوت لخوا خپور شوی راپور په کلکه ردوو او په سختو ټکو يې غندو
د پکتیکا ولایت مقام د رسنیو دفتر نه په يوه رارسيدلي خبر کې ويل شوي: ((د جګړې او سولې انستيتيوت په يوه بې بنسټه راپور کې ليکي چې په پکتيکا ولايت کې د دولت د وسلوالو مخالفينو تر ولکې لاندې سيمو کې ګواکي ماشومان اړيستل کيږي تر څو په اردو ژبه زده کړې وکړي، په راپور کې د يوه پنځلس کلن عمران خان په نوم هلک چې ځان د اتم ټولګي زده کوونکی بولي په نقل قول ليکل شوي چې د پاکستان د تاريخ په اړه پر خپله زياته پوهه وياړي او د خپل هېواد د تاريخ په اړه ورته پوښتنو ته حيرانتيا ښکاره کوي، په ياد بې بنسټه راپور کې نور داسې له حقايقو ليري او ښکرور درواغ ليکل شوي چې له امله يې په هېواد دننه او بهر د زيات شمېر هېوادوالو اندېښنې راولاړې کړيدي.))
د پکتيکا ولايت سيمه ييزه اداره  زياتوي، چې د خپل مسؤوليت په احساسولو سره د ياد راپور ټول مواد له حقايقو ليري بولي او په سختو ټکو يې غندي، پکتيکا چې د ډېورنډ کرښې سره ۳۳۶ کيلومتره اوږده ګډه پوله لري په پنځو سرحدي ولسواليو کې کرښې ته نږدې په خپله سيمه کې د ټولو ښوونځيو څخه په پرله پسې توګه يې څارنه کړي او په ټوله پکتيکا او سرحدي سيمو کې دا ډول پېښه نده رامينځته شوي چې ګواکي ماشومان اړيستل شي تر څو په اردو ژبه زده کړې وکړي، د ګاونډي هېواد استخبارات تل هڅه کوي تر څو نه يوازې د پوځي لارې بلکې د نورو لارو څخه په ګټې اخيستنې زمونږ د هېواد بنسټونه ويجاړ کړي.