په ننګرهار کې د سوالګرو حالت!

 په ننګر هار ولایت کې یو شمیر خیرات ټولوونکې یاسوالګران د خلکو له لاسه په تنګ دي.
 
په ننګرهار ولایت کې یو شمیر خیر ټولونکې شکایتونه کوي او وایی چې له دوی سره د ځینو خلکو له خوا نا سم چلند کیږي.
دوی چې کله له خپل کور څخه وځې تر څو خپلو کورنیو ته د خیرات ټولولو په واسطه نفقه پیدا کړي، خو یو شمیر خلک شته چې دوی و خت په وخت ځوروي  او له دوی څخه دنا سمو کارونو غوښتنه کوي، دوي وایی چې امنیتي اورګانونه او امنیتي اداري له دوي سره په دي برخه کې هیڅ مرسته نه کوي، ترڅو دوي له دغسي حالاتو څخه په امن کې اوسی.
په ننګرهار ښار کې یوې  سوالګرې راته وویل، چې کله هم له خپل کور څخه د خیرات ټولولو یا په بله اصطلاح خپل وظیفي  پر لور ښآر ته راځې اودښآر په ځینو ساحو کې د خیرات ټولولو لپآره ځې، دوي د ځنیو خلکو له خوا ځورل کیږي او خلک له دوي څخه د بیلا بیلو ناسمو اړیکو غوښتنه کوي، هغي وویل، موږ پوهیږو چې خلک په موږ باندي بیلابیل ګومانونه  کوي زموږ په اړه هر رنګه فکرونه کوی،همدارنګه هغي زیاته کړه، هیڅ څوک هم نه غواړي چې د عزت او حیا ژوندیی له منځ لاړ شی، خو موږ له مستی نه نه راوځو د خیرات ټولو لپاره بلکي موږ له مجبوري نه دي کار ته مخه کړي ده ځکه چې موږ لپاره څو ک دګټي نشته موږ هم د نورو په څیر انسانان یو زموږ هم خیټي ډوډی غواړي او ماشومانومو کالی غواړي، موږ نور څه وکړو ! زموږ چې څو ک دي ګټو لپاره وي هغوي ځآنانو د دي خاوری لپاره قربانیان کړل، ځیني په بمونو والوتل او ځینې د طالبانو له خو مړي او ژوندي ورک شول، خو چا د هغوی دکورنیو غم ونه خوړ اخیر نو څه وکړو!
همدارنګه دوي پر دولت نیوکه کوي، چې دوي ته د کار زمینه نه برابروي او نه هم کومي  خیریه اداري له دوي سره مرسته کوي تر څو دوي له داسي کارونو څخه خلاص شي اودښه عزت ژوند ولري.
دوي دغه خبري په داسي حال کې کوي چې، افغانستان ته له بیلابیلو هیوادونو مرستې راځې او دغه مرستې په دي مخه راځې چې له بي وزلو یتیمانو او غریبو خلکو سره وشي خو په ډير تاسف سره چې دغه مرستې تر هغوي نه رسیږي مخکي له مخکي  لوړ پوړي دولتي چارواکې ځانانونه پري مړوي او خپل الادونو لپاره سرمایه کوي، تر څو دهغوي راتلونکې ښه اوسي خو، یتیمانو،بی وزلواوغریبانو سره هیڅ نه کیږي او نه داسي څوک شته چې د دوي له حاله ځان خبر کړي.
دوي له دولت څخه غواړي چې دوي ته دکار زمینه برابره کړي او یا هم دوي سره ددوي د امنیت په چارو کې همکاري وکړي.
دا په داسي حاله کې ده چې نه یوازي په ننګرهار ولایت کې بلکي دهیواد مرکزکابل سره بیره  په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم داسي خلک ډير په سترګو لیدل کیږي،خو په دي وروستیو کې په ختیځ زون یا ننګرهار ولایت کې دغسي پیښي چې ددي خلکو په وینا ناسم چلند او ناسم غوښتنه ده ډیري شوي دي.
 
ایوبی