افغان سفیر عمر داودزی هم ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی:

 داسی اوریدل ویل کیږی چی د ولسمشر پخوانی ریس دفتر عمر داودزی هم ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی.
ګنګوسی دی چی دجمعیت لخوا صلاح الدین ربانی به ورسره د لومړی مرستیال او د وحدت ګوند غړی موسی عارفی به ورسره د دویم مرستیال په توګه په ټاکنو کې ګډون کوی.
تراوسه صلاح الدین ربانی او موسی عارفی په دی اړه رسمی دریځ نه دی څرګند کړی.خو داودزی ته نژدی منابع ددی خبر پخلی کوی.
تیره ورځ په رسنیو کې داسې خبر خپور شو چی دحق او عدالت ګوند لخوا حنیف اتمر، د افغان ملت ګوند لخوا دوکتور انوارلحق احدی او ایتلاف لخوا عبدالله عبدالله هم راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندان دی.