ځپل شوي احساسات !

لیکوال : زیارخان یاد
ډېر وخت احساساتي پرېکړې کوو، حتي ځنې وخت په ملي او قومي مسایلو کې هم له احساساتو کار اخلو چې دې چارې مو برخه ډېره خواره کړې.
هر کله چې ملي مسایل راپورته شوي او یا هم په کور دننه د ځېنو ډلو ټپلو لخوا پښتنو ته سپکې سپورې ویل شوي، موږ هم سمدواره ورته په کنځلو ځواب ویلی.
ایا کنځلې د حل لاره ده؟
نه، زه ؛خو په دې عقیده یم که د احساساتو پر ځای له فکره کار واخېستل شي ، ممکن ګټه یې ډېره وي، ځکه احساساتي برخورد یوازې د موضوع د پارولو لپاره وي او فکري عمل بیا د حلولو او لار موندلو لپاره.
خېر په دې نه غږېږم، تاسې به تر ما ښه پوهېږئ.
راځم دې ته چې ولې په دې وروستیو کې پښتنو احساساتي چلند ډېر کړی؟
زه احساسات په ټولېیز ډول نه غندم بلکې په هغو مسایلو کې چې احساسات نه وي په کار او له حده ډېر شي مخالف یې یم، لکه په دې وروستیو کې چې د ولسي جرګې د یوه غړي پر ضد وښودل شول.
راځئ چې مقابل لوري (اړخ) ته پر فکر ولاړ ځواب ورکړو نه پر احساساتو، که چېرې په احساساتو کې د یوه چا د توحین لپاره سپکې سپورې وکارو، ممکن شخصیت مو تر سوال لاندې راشي.
د جرګې غړي انور سادات پښتانه تورن کړل چې د روان کړکېچ اصلي لاملین او پر فساد ککړ خلک دي .
تاسو یې منۍ؟
زه یې، نه منم ځکه پښتانه د دې هېواد هغه لوي اکثریت، غېرتي او یوازینی قوم دی چې د دې هېواد ( افغانستان ) د وارثینو په توګه یې تل پردیپال او پردي په خپلو مېړانو له دې ځایه په ګونډو کړي دي.
موږ په لوي لاس ځنې کړیو ته لوي ځای ورکړ چې اوس ترې پوزې ته راغلي یو، دا چاره د ځېنو هغو پښتنو له لاسه شوې چې د ملي وحدت تر نامه لاندې یې پښتانه وځپل او حقونو یې نورو ته ورکړل.
( پښتون – تاجک – هزاره – ازبک )
انور ساداته !
پښتانه هغه څوک دي چې تاسې یې دلته د خپلو مریانو په توګه او بیا د کور د یوه غړي په توګه ومنلۍ چې زه د پښتنو د دغې چلند څخه ناخوښی یم، ځکه که چېرې دوي تاسې سره د هماغې مري ( غلام) په توګه چلند کړی وای ؛نو ولې به مو نن دا حال و.
همدې پښتون ته خپل کور ته راوړې، د کور په یوه څنډه کې یې د استوګنې لپاره ځای درکړ او اوس راپورته کې کېږې ځان د ټول جایداد او کور وارث ګڼې او مالک کنځې.
پښتانه یې متل لري : ( اصیل له اشارت او کم اصل ته کوتک )
که رښتیا هم ځان اصیل ګڼې ؛نو باید چې په اشاره پوه شې او په راتلونکې کې دې د خپل ټیم له نورو غړو سره له دا ډول بد اخلاقۍ لاس واخلې او د دې شوو څرګندونو په تړاو باید د پښتنو پښو ته ولوېږې.
ګوره !
پښتانه هغه څو تنه نه دي چې په ولسي جرګه کې راټول دي ، بلکې پښتانه هغه څوک دي چې ممکن زور یې درمالوم شي په راتلونکې کې له دا ډول څرګندونو لاس په سر شې ؛که نه شوې ممکن ته هم د هغو کسانو له برخلیک سره مخ شې چې له ژونده به په مرګ ډېر خوشاله یې.
مننه!
له هغو پښتنو ځوانانو چې تل یې د پردیپالو عناصرو د کرغېړنو اعمالو په تړاو فکري غبرګونونه ښوولي او د دغه نا افغانه عناصرو څېرې یې خلکو ته په ګوته کړي.
غوښتنه !
له احساساتي پښتنو څخه هیله کوم چې په دغه ډول مسایلو کې د احساساتي برخورد پر ځای فکري هغې ته ډېره پاملرنه وکړي.
زه ځکه له سترې محکمې څخه د لنډغر انور سادات د محکمې غوښتنه نه کوم چې لا یې په بشپړ ډول پرېکړې بې طرفه او پرځای نه دي، بلکې د دې ترڅنګ پکې دا جرئت نه وینم چې ګوندې د دغه ډول اشخاصو په وړاندې کوم اقدام وکړي.
ځانمرګی برید !
د هغه پښتون ځوان د احساساتو پلوي یم چې تېره ورځ یې راته کړه ، کاش چې مور مې راباندې نه بوره کېدای ګني، لا د وخته به مې پر دغسې پردي پالو ( انور سادات....) ځانمرګی برید کړی وای.
د هغې ورځې په هیله چې پردي پالو ته هم ځانمرګي پېدا شي.