
لیکوال : زیارخان یاد
د لوړو زده کړو وزارت د ولسمشر کرزي په ځانګړي حکم د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون پر دروازې یوه نوې لوحه ځړولی .چې پرې لیکل شوي: (( د سولې د شهید پروفیسور استاد برهان الدین رباني پوهنتون )) .
د ښوونې او روزنې پوهنتون محصلان د ولسمشر کرزي دې پريکړې سخت پارولي او کرۍ ورځ د زده کړو پرځای لاریونونه کوي،رسنۍ، عامه ذهنیت او ډېر څه يې پرې بې ځایه مصروف کړي.
دلته پوښتې اپېداکېږي ، چې ولي؟ د څه لپاره؟ او په کوم هدف په لوی لاس دې ناندریو ته لمن وهل کېږي؟ ...!!!
که څه هم د هر جابر د نامشروع پرېکړی او دريځ پر وړاندې افغانان غبرګون هرو مرو ښايې او دا یې په فطرت کې اښګل شوې چې د هرې ملي مسالی پر وړاندې راپورته شي.
که څه هم په ټوله کې تاجکان، هزاره ګان او پښتانه سره په تربګنیو کې ښکيل دي، خو بیا هم د ملي مسایلو پر وړاندې سره اوږه په اوږه ولاړ دي.
کرزې که د رباني سره دومره خواخوږي لري نو په کرز کې د رباني په نامه داسې یو ځای جوړ کړي چې اکاډمیک څرک ونه لري، او د ده متحدين د ښارګوټي د دوي په اند د سولې د شهید په نوم کړي.
رباني یعنې څوک ؟
هغه څوک چې د دې هېواد ملي شتمنۍ یې ولوټلې، په زرګونه بې ګناه وګړي يې په کورنیو جنګ جګړو کې ووژل، په کور دننه يې کینې راوپارولي عبارت له هغه چا دې چې برهان الدین رباني نومېږي.
ولسمشره !
که د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د برهان الدین رباني په نوم کوې نو راځه د کابل پوهنتون هم د ګلبدین حکمتیار په نامه که ! ځکه دواړه جنایتکاره بلل کېږي.
که د رباني په څېر له یوه جنایتکاره يې قومیان ملاتړ کوي نو ولسمشره ته بیا ولې له حکمتیاره ملاتړ نه کوې کېدای شي هغه د رباني په څېر په جرایمو دومره ښکېل هم نه وي لکه څومره چې عام وګړي تصور کوي.
سبا به پنجشېریان راپورته کېږي، ته به ورسره په دې توافق کوی چې د کابل پوهنتون دې د احمد شاه مسعود په نوم شي !
عجبه ده ، که څه وای وايې جانې کډه بارئ.
که خوله وګنډو نو بې غېرته بلل کېږو ، که يې نه بندو نو متعصبه ګنل کېږو، په هر حال.
د ښوونې او روزنې پوهنتون په نړیواله کچه منل شوې، ثبت شوې او شپېته کلن تاریخ له ځانه سره لري.
د اساسي قانون پر بنسټ باید د هېواد هر پوهنتون د سیاسي کړیو او سیاسي دريځونو لرې وساتل شي خو له بدبخته چې دغه دولت خپل اساسي قانون ته هم ژمن نه دې. او نه ژمنتیا یې هله لا روښانه کړه چې د ښوونې او روزنې پوهنتون یې د رباني په نامه کړ.
د رباني پوهنتون اسناد له یوې خوا د هېواد په ادارو کې د ځینو اشخاصو لخوا د منلو وړ نه دې او په نړیواله کچه خو هېڅ باور نه لري.
افغان ولسمشر باید په دا ډول مسایلو کې پوره فکر وکړي او له هغې وروسته دې د یو کار عملي کولو لپاره مټې رابډ وهي.
د لوړو زده کړو وزارت مکلف دې چې د هېواد پوهنتونونه له سیاسته لرې وساتي او د سیاسي نومونو څخه دې ډډه وکړي او مخه یې هم باید ونیسي. خو له بده مرغه چې د دغه وزارت ټول چارواکي هم د مافیايې کړیو په منځ کې ستر کسان بلل کېږي خو بیا د دغه وزارت ځنې چارواکي ځان ته اکاډمیک اشخاص وايې خو ملامته نه دي ځکه اصلا د اکاډمیک په مامه خوران نه پوهېږي.
ولسمشر باید ډېر ژر د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون په همدغه نوم ونوموي که نه نو د ډېری هغه محاصلانو د بدبختیو لامل به شي او د ډېرو خواري به هسې په سیند لاهو کړي.