نورستان کې د یوه قومندان په ګډون ۲ طالب وسلوال په یوه هوایي برید کی ووژل شول

نن شاوخوا دوه بجی د نورستان مرکز اړوند په کانتیوا سیمه کي د امریکا د بی پیلوټه الوتکو لخوا دوه تنه وسلوال په نښه شوي دي چی د برید په پایله کی دواړه له منځه تللي. د نورستان امنیه قومندان مل پاسوال عبدالکریم عمریار وایي چي یاد برید هغه وخت رامنځته شوي چي طالبانو د یادی سیمي پلټنه کوله.
نوموړی زیاتوي د برید په پایله کي ملا محیب الله چی په سیمه کی د طالبانو پیاوړۍ قومندان وه له خپل بل ملګري سره وژل شوي دي.عمریار زیاتوي چی په دی ورستیو کی کانتیوا سیمه طالبانو خپل مرکز ګرځولي او غواړي له دی سیمي مرکزي برخي تر برید لاندی ونیسي
تر اوسه وسلوالو طالبانو په دی اړه څه نه دي ویلي
دا بیا په داسي حال کي ده چي موده وړاندي په ورته برید کی د نورستان لپاره د طالبانو والي له خپلو ګڼو ملګرو سره وژل شوي.