لوګر: دامريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې د طالبانو قومندان او دهغه ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ددې ولايت وياند دين محمد درويش وايي دغه طالب قومندان ملاسميع الله نوميده ،چې دلوګر مرکزدپادخواب په سيمه کې تيره شپه دامريکايي ځواکونو په هوايي بريدکې وژل شوی دی .
نوموړی وايي په دې بريد کې درې وسلوالو وژل شوي او درې ټپيان دي .
د درويش په خبره نوی قومندان په سيمه کې په بيلابيلو بريدو کې لاس درلوده او دطالبانو له مشهورو قومندانانو څخه وو.
خو په دې اړه وسلوالو طالبانو څه ندي ويلي .
له بلې خوا په سهيل ختيځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو له خوا په يوه يوه خپره شوې خبرياڼه کې راغلي ،چې ځواکونو ېې په لوګر او پکتيا کې د(سیمرغ) په نامه عملیات پیل کړل.
خبرپاڼه وايي ددی عملیاتومشری دتندرقول اردوځواکونه په غاړه لري اوترهغه به دوام وکړي،چې یادې سیمې له وسله والومخالفینوپاکې شوې نه وي.
سرچينه وايي دیادوعملیاتوپه لړکې چې په تیرو(۲۴)ساعتونوکې دپکتیاولایت داریوب ځاځیو ولسوالۍ دروقیانوپه دره کې عملیات ترسره کړې،په پایله کې اووه تنه وسله وال مخالفین وژلی اودری تنه نورټپیان کړیدي.
همدارنګه دنوموړوځواکونوددلوګرولایت دخوشی ولسوالۍ ددوبندی په سیمه کې دعملیاتوپه ترڅ کې (۹)تنه وژلی او(۴)تنه نوریی ټپیان کړیدي.
خو وسلوالو طالبانو ددې عملياتو په اړه څه ندي ويلي .