د خوست د ګډې همغږۍ د نطامي مرکز اعلاميه

  د افغانستان اسلامي جمهوري دولت
خوست ولايت
د ګډې همغږۍ د نظامي مرکز اعلاميه
بسم الله الرحمن الرحيم
څرنګه چې په خوست ولايت کې ټول مېشت نظامي ځواکونه په ډېرې اتلوالۍ ، وطندوستۍ او مېړانې سره هڅه کوي، چې د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې په بشپړ ډول امنيت تامين کړي او دخوست متدين ، شريف او مسلمان خلک د وسلوالو مخالفينو، غلو، اختطاف ګرو، قاتلينو،ماين خوښوونکو او ورانکارو له هرډول ظلم، جبر،وحشت، دهشت او ځورونې څخه وژغوري.نو همدې موخو ته د راسېدو لپاره دخوست ولايت د ګډې همغږۍ نظامي مرکز ټولو درنو ولسونو ته لاندې مواد په ابلاغ رسوي.
لومړئ: دا چې ځينې سيمه وال اندېښنه لري، چې په يو شمېرسيمو کې غله، ورانکاري، وسلوال مخالفين او نور د عامه نظم اخلالوونکي کسان د نظامي ځواکونو له پاک يونيفورم څخه په ګټې اخېستنې دخلکو کورونو ته ورځي او پدې بهانه يې له ډول، ډول ستونزو او ځورونو سره مخامخ کوي.نو د دې لپاره چې د دغه غيراسلامي او غيراخلاقي ناوړه کارونو څخه په وخت  سره مخنيوى شوى وي، نو د ګډې همغږۍ نظامي مرکز ټولو ولسونو ته ابلاغوي، چې ستاسو کشفي او امنيتي ځواکونه کله هم چې د ډاډمن امنيت د تامين په موخه په مشکوکو ځايونو عمليات کوي، نو حتماً به د هغې سيمې او کلي ملاامام ، دکلي مشر او يا هم څارنوال شتون لري، نو په همدې اساس له ټولو ولسونو په درنښت غوښتنه کوو، چې د ملاامام ، د کلي مشر او څارنوال په نه موجوديت کې هېچا ته د ورتلو او ننوتو اجازه ورنه کړي.بلکې د اړتيا پرمهال دې په بېړني ډول پدې ټېلېفون شمېرو اړيکه ونيسي.0799138246-0700918077-0776291104-0756720526-0700790792-0774736363                                                                                                
دويم: هرهغه څوک چې دخوست ولايت سوله، ثبات او ډاډمن امنيت له ګواښ سره مخ کوي او زموږ د ولسونو ارامه ژوند ګډوډوي، نو بيا هم د ټولو شريفو او مومنو خلکو په درنښت غوښتنه کوو، چې دخپلې ژورې وطني مينې او احساس له مخې دې په پورتنيو ټېلېفون شمېرو اړيکه ونيسي، ترڅو په مناسب وخت کې د هرډول ځورونې ، ماين خښوونې ،ترور، غله او اختطاف مخه ونيول شي او هېڅوک پدې ونه توانيږي، چې زموږ د خلکو په ځورولو سره په خپلو شومو اهدافو کې بريالي شي.
په درنښت دخوست ولايت د ګډې همغږۍ د نظامي مرکز څخه