
دنړۍ په پرمختللو هېوادونو کې تر ټولو کارپوه ،بانفوذه ،په وطن مين ،دژور تفکر لرونکي او دټولنې په ټولو عيني او ذهني شرايطو پوه کسان دوکالت په چوکيو کارکوي دخلکو له لوري دخلکو په خوښه او دخلکو درايوپه ځواک سره دوکالت مقام ته رسيږي ،که هرڅوک دنړۍ دپرمختللو سياسي ،اقتصادي او نظامي قدرت لرونکو هېوادونو په اړه علمي او هراړخيزه ژورې څيړنې وکړې دا ثبوت به ترلاسه کړي چې له اجرائيه قوې يې مقننې قوې ډيرې ځواکمنې ،کاري د ولس ،خاورې اوتاريخ خدمت ته ژمنې دي .
دپرمختللو هېوادونو دمقننه قواوو په چوکاټ کې ټول وکيلان دخپلو حکومتونو له کړنو او فعاليتونو څخه په ښه توګه څارنې ترسره کوي ،دخپلو حکومتونو لپاره په ملي او نړيوالو مسايلو کې داغيزمنو مشورو د ورکولو ترڅنګ ډيرې گټورې تګ لارې جوړوي دخپلو ټولنو دنظم درعايت لپاره د ټولو عيني او ذهني شرايطو مطابق قوانين جوړوي ،دخپلو موکلينو غوښتنو ،ستونزو او وړانديزونو ته دقانون په چوکاټ کې رسيدګي کوي ،ديوشعار ترسرليک لاندې مبارزې کوي مګر په واقعيت کې شپه او ورځ دخپلو ټولنو دهوساينې او هراړخيز پرمختګ لپاره اساسي کړنې ترسره کوي.
ملي مفکوري لري ټولې کړنې ،تحليلونه او مبارزې دمنطق ،درايت ،عقلانيت ،ژمنتيا ،خدمت ،ملي گټو دساتنې ،ملي هويت دخونديتوب ،ملي ارزښتونو دپالنې ،خپل ولس او خاورې ته دغوره خدمتونو دوړاندې کولو پربنسټ ترسره کوي همدا لامل دى چې پرمختللي هېوادونه په هره برخه کې له افغانستان څخه څو پيړۍ دپرمختګ په ډګر کې مخ ته روان دي او افغانستان اوس هم په بحران کې ښکيل هېواد دى چې لاملونه يې زيات مګر هغه څه چې په دې وروستيو کې يې دغه هېواد له ګواښ سره مخامخ کړى هغه په دې وروستۍ لسيزه کې رامنځته شوې مقننه قوه او داوسنۍ دورې وکيلان دي.
ددولت جوړښت او دقواوو تشکيل ته په کتو سره په دې وروستۍ لسيزه کې دمقننې قوې منځته راتګ په حقوقي لحاظ يوه ښه لاسته راوړنه ده خو داچې دهمدې مقننې قوې په منځته راتګ سره ترکومه بريده دقانون جوړونې ،نمايندګۍ ،څارنې او نورو ملي مسايلو او پريکړو په برخه کې څه شوي په همدې باندې تمرکز کوو.
داوسني نظام په منځته راتګ سره هغه وخت چې دلومړي ځل لپاره دولسي جرګې لپاره ټاکنې ترسره شوې تر ډيره خلکو ته نوې خبره وه ولې بيا هم خلکو دهېواد په ډيرو ولايتونو کې دولسې جرګې لپاره په لومړي ځل ټاکنو کې دزرګونو کسانو په منځ کې خپل وکيلان وټاکل ،دلومړي پړاو په ټاکنو کې يو ښه ووالى دا وو چې هم خلکو تريوه بريده خپله رايه وکاروله او هم په ټاکنو کې داسې کسان ډګرته راوتلي و چې په ملي مسايلو ،قانون جوړونې او دټولنې له حالاتو او شرايطو څخه يې درک درلود ،دولس سره هم دا هيله موجوده وه چې وکيلان به يې حقوق خوندي کړي او ددوى ستونزې او غوښتنې به دحکومت ترچارواکو پورې ورسوي په دې باندې بايد سترګې پټې نه شي چې په لومړۍ دوره کې دولسي جرګې وکيلان يو څه مناسب وو ،تر يوه بريده يې خپلې دندې په ښه توګه ترسره کولې دقانون جوړونې ،دخلکو دنمايندګۍ او دحکومت په کړنو دڅارنې په اصولو پوهيدل.
ولې دولسي جرګې لپاره ددوهم ځل ټاکنې بيا يوه داسې ډنډوره وه چې هم يې د مقننې قوې مشروعيت ته زيان ورسولو اوهم يې افغانستان په ملي او نړيواله کچه بدنام کړ ځکه ډيرى هغه کسانو دوکالت لپاره ځانونه کانديدان کړل چې د مافيايي کړيو ،قانون ماتونکو ډلو ،غاصبينو ،وسلوالو مخالفينو ،دجنګي جرايمو دمرتکيبنو او دبشري حقوقو دسرغړونکو ډلو مخکښان دي او يايې ورسره تړاو درلود دزور او زيور له لارې يې دهېواد په بېلابېلو ولايتونو کې دوکالت چوکۍ خپلې کړې ،هم يې دټاکنو پروسه ګډوډه کړه او هم يې دټولو هغه کانديدانو حقوق ترپښو لاندې کړل چې په واقعي توګه يې دوکالت وړتيا درلوده.
په واقعيت کې دوى دخلکو رايې ترلاسه نه کړي بلکې دنا امنۍ او زور له لارې يې ولسي جرګې ته لاره پيدا کړه ،په لومړي ځل په ټوله نړۍ کې مقننې قوې ته په لويه کچه داسې کسانو لاره پيدا کړه چې په هيڅ صورت ددې وړتيا نه لري چې دخلکو نمايندګي دي وکړي اويادې دخپلې ټولنې لپاره قوانين جوړ کړي.
دګوټو په شميره څو داسې وکيلان يې په منځ کې شته چې په قانون جوړونې او نمايندګۍ باندې پوهيږي ، ولې اکثريت يې ټول هغه کسان دي چې په معاملو ،مافيا،فساد،کميشن کارايو،غصب،قانون ماتونې ،قاچاق ،نفاق اچونې ،قتل او ورته نورو ناوړه کړنو کې تجربې او تخصص لري.
دا چې اوس مهال زمونږ دهېواد مقننه قوه په ځانګړې توګه ولسي جرګه له دغه ډول کسانو څخه ډکه وي په هېواد کې به دقانون دحاکميت ،قانون جوړونې ،دخلکو دنمايندګۍ او دحکومت له کړنو څخه دڅارنې حالت څنګه وي ؟ دمشرانو جرګې په تړاو به ځکه څه نه وايو چې ددغه جرګې لپاره هم داسې کسان غوره شوي چې په هيڅ صورت مشرانو جرګې ته دانتصاب داصولو او تګ لارې سره اړخ نه لګوي.
هغه څوک چې دقانون په تعريف نه پوهيږي ،نه دټولنې په غوښتنو او شرايطو باندې پوهه لري ،نه يې په زړه کې ملي مينه وي ،نه دملي ګټو ،ملي هويت ،ملي ارزښتونو او ملي دريځ په اړه معلومات لري ،نه ددې هېواد په ټولنيزو ،فرهنګي ،اقتصادي ،تجارتي ،سياسي ،حقوقي او امنيتي اړخونو باندې پوهه ولري ،داساسي قانون او فرعي قوانينو تفکيک ونه شي کړاى ان تردې چې په خپل ځان قانون پلى نه شي کړاى ايا داسې کسان دولس وکالت کړاى شي ؟
هغه څوک دولس درايو په واسطه نه وي ټاکل شوي ،دولس په ژبه ونه پوهيږي ،دولس په درد دردمن نه شي ،دټولنيز جوړښت په تړاو معلومات ونه لري ،دملت په مفهوم پوه نه وي ،دولسي اوسياسي تاريخ څخه هيڅ درک ونه لري ،دولسي ګټو پرځاى شخصي ګټې غوره وبولي ،خلکو ته دخدمت پرځاى خپلې کورنۍ ته خدمت وکړي ،دټولنې داصولو ،ارزښتونو او مقدساتو خلاف کړنې ترسره کړي ايا داسې کسان دولس وکالت کولى شي؟
هغه څوک چې خپله دقانون ماتونکو ډلو غړى يا مخکښ وي ،په غصب ،مافيايي کړنو ،غيرې قانوني کميشن کاريو ،قتلونو ،پټو معاملو ،جرايمو ،قاچاق ،اختطاف،ټولنيزو او نورو فسادونو کې لاس لري او ښکيل وي ، خپل مسووليتونه ونه پيژني نوايا دغه ډول کسان دولس وکالت کولى شي ؟
که په ايماندارۍ ،ټولو اصولوته په درناوي ،درک او درايت سره قضاوت وشي ،پايله به داوي چې افغانستان په نړۍ کې يواځنۍ هېواد دى چې دولسي جرګې وکيلان يواځې تش په نامه دمعاملو وکيلان دي بلکې ورته دولس وکيلان ويل ستره تيروتنه او ګناه ده.
په حقوقي او قانوني لحاظ ولسي جرګه دافغانستان يو سترتقنني ارګان او دافغانستان دملت ګډ کور دى ، دولسي جرګې جوړښت ددرناوى وړ دى مګر په داخل کې يې چې دخلکو دوکالت په نوم څه روان دي په هيڅ صورت افغان ولس ته دمنلو وړ نه دي.
دهېواد په دې مهمو سياسي ،امنيتي او تاريخي شرايطو کې همدغه د ولس نه بلکې دمعاملو وکيلانو دخپلو شخصي ګټو دساتنې بازار ګرم کړى دى ،ځينې خو يې داسې ړانده او بې شعور دي چې دملي ګټو ،ملي هويت ،ملي ارزښتونو او ملي ترمينالوژۍ پرضد څرګندونې کوي ،ځينې يې بيا په دې نه پوهيږي يواځې خپل جيبونه ډکوي ،کله يې وزيران را نيولي وي ،کله يې نور هغه کسان رانيولي وي چې دپيسو داخيستو امکان ترې موجود وي.
خو کله چې همدغه کسان دمطبوعاتو مخې ته راځي بيا نو دولس او هېواد دګټو لپاره نارې وهي ،خو په دې نارو او خبرو ولس نور نه تيروځي بلکې فرد فرد په دې پوهيږي چې اوسني وکيلان په هيڅ صورت دولس او هېواد په ګټه نه دي بلکې ټولې په داسې څه کې ښکيل دي چې افغانستان يې شرمولى دى.
دغه دمعاملو وکيلانو ته دولس وړانديز دادى چې نور دې دولس استازي ځان نه معرفي کوي او نه دې په ناپوهۍ سره دولس او هېواد دګټو په اړه نظر ورکوي بلکې ولس له ټولو هغه کسانو څخه چې دهمدغه معامله ګرو وکيلانو دناوړه کړنو او قانون ماتونې په اړه کوم اسناد په لاس لري غوښتنه کوي چې بايد ولس ته يې په ډاګه کړي .ترڅو په راتلونکې کې داسې کسان چې په ناوړه کړنو کې لاس ولري دوکالت مقدس دندې ته ځان کانديد نه کړي او نه دمقننې قوي مشروعيت ته زيان ورسوي.
ولس دا پريکړه کړې چې نور به په هيڅ صورت هغه چاته اجازه ورنه کړي چې په ټاکنو کې دنوماندۍ جرئت وکړي چې داوسنۍ دورې دوکيلانو په شان په ناوړه او غيرې قانوني کړنو کې لاس ولري ،بلکې هغه چا ته به رايه ورکوي ،چې هم دمقننې قوې لپاره له هراړخ څخه مناسب وي ،هم له خپل ولس ،هېواد ا وتاريخ سره مينه ولري ،هم دوکالت دمقدسې دندې په اصولو او ارزښت باندې پوه وي اوهم په لويه کچه دقانون جوړونې په برخه کې علمي تجربې او مسلکي پوهه ولري ترڅو مقننه قوه په واقعي توګه ديو متخصص ،ژمن او ملي ځواک په اساس هېواد له روانو ناخوالو او بدمرغيو و ژغوري او دنورو قواوو ترڅنګ په هېواد کې دپرمختګ ،پراختيا ،بيارغونې ،ښې حکومتدارۍ ،دقانون دحاکميت ،ډاډمن امنيت او ولس ته دخدمت جوګه او لامل شي.
بريالى روان