
شپاړسم څپرکی:
د تورې بوړې غر
عمر بن لادن، د اسامه بن لادن څلورم ځوی
لومړۍ برخه:
دا د اسامه بن لادن په اړه د هغه د کډې نجوا، ځوی عمر او د یوې بهرنۍ لیکوالې جین ساسن ګډ کتاب دی چې په انګریزۍ کې یې Growing Up Bin Laden نوم پرې ایښی دی. ما، سمیع الله ایلم، دغه کتاب پښتو ته ژباړلی دی او له تاسو سره یې هغه برخه چې اسامه بن لادن په کې افغانستان ته راځي د روهي ویبپاڼې له لارې شریکوم. هیله ده چې څوک یې د کاپي، بیا خپراوي، ثبت او ظبط هڅه ونکړي.
په درناوي!
تورې بوړې ته تللي سرکونه خام او کنډې کپر وو. کله چې مونږ په دې لارو او سرکونو په ټویټا ګاډي کې چې په افغانستان کې د ټولو خوښ ګاډي دي سفر کاوه نو دوړو له آسمان سره خبرې کولې. دا چې جلال آباد په هوارې کې پروت ښار دی نو سړی داسې فکر کوي چې په خامه کې تګ به په کې خوندور وي خو خبره څنګه چې مونږ فکر کوله هغسې نه وه. له ځان سره غوړمبیدم ما ویل دا خو د نړۍ ویجاړ سرکونه دي. د ښار له یو دوو سرکونو څخه نور نو داسې سرک دې نه لیده، چې په ارامۍ دې په کې سفر کړی وای.
کله به چې ګاډي په تیږو او کندو برابریده نو مولا یې ماتوله. کله چې په ګاډي کې لکه پرته قالینه ښوریدلم نو هغه شیبې به را یاد شولې، چې زه مې پلار په سوډان کې د نورو ورونو په منځ کې غوره کړلم. ما هم ځان ټوغ باله، چې پلار ته مې زه د نورو په منځ کې قابل قبول یم خو زه څه خبر وم چې پلار مې د یوه مردار سفر لپاره زه له ځان سره نیولی وم.
ما باور نه کاوه چې ژوند به مو دومره خرابیږي. زما د پلار کورنۍ د سعودي عربستان د شتمنو کورنیو څخه یوه وه. زما تره زامن په ښکلو کورونو کې اوسیدل او عصري ښوونځیو کې یې زده کړې کولې. خو ما ته د هغوی سرچپه افغانستان په نصیب شوی و: په یوه بې قانونه ملک کې اوسیدلم، د ټویټا په هغه تنګ سیټ کې، چې شاوخوا مې افغان جنګیالي له خپلو درنو وسلو سره ناست وو، ما د ازادې هوا ارمان کاوه. دوی دغه وسلې زما د پلار د مرستې په موخه له ځان سره را اخیستې وې څو هغه ته په غره کې کور جوړ کړي.
ما چې کله پلار ته لیدل نو په مخ کې یې ستړتیا او یا هم له حالاتو څخه شکایت نه ښکاریده، بلکې یو ډول د خوښۍ احساس یې لا کاوه.
آیا دغه حالت د افغان جګړې له برکته و چې دی په کې آموخته شوی و؟ خو فکر نه کوم! پلار مې ددې شیانو په کیسه کې نه و ځکه چې هغه یو سخت سړی و او دغو شیانو ورته دومره ارزښت نه درلوده.
له کړکۍ مې د تورې بوړې غرونو ته ولیدل چې له ښاره ۳۵ میله لرې پراته وو. څومره چې له جلال آباد څخه لیرې کیدلو، هومره سرک سختیده او له وړو کلیو تیریده. د کلیو بازارونه واړه او مایوسوونکې وو. ځوانو هلکانو به په بیلچو کې له لښتیو اوبه سرک ته پاشلې څو دوړې ټيټې کړي. واړو به د کوکنارو له ډنډرو سره د سرک په غاړې کې لوبې کولې. ښځې خو بیخې نه معلومیدلې ځکه ښځې چې څنګه د بلوغ دورې ته رسیدلې نو په کور کې بندیدلې او د باندې راوتلو اجازه یې نه درلودله.
د کوکنارو پټيو د دومره ستونزو برسیره بیا هم زما پام څه چې د پلار پام هم خپلې خوا ته واړوه. ده وپوښتل: "دا شیان د څه لپاره دي؟" ده ددې پوښتنې په کولو سره د کوکنارو زرغونو پټيو ته اشاره وکړله. مونږ ټول پوهیدلو چې له دغو شیانو څخه څه شی جوړیدل: "لومړی آپیم او بیا هیرویین!"
چلوونکي د پلار د پوښتنې په ځواب کې خپلې اوږې پورته وغورځولې او وی ویل: "د طالبانو مشر ملا محمد عمر فتوایٰ صادره کړیده چې افغانان اجازه لري چې کوکنار وکري ځکه کوکنار امریکایانو ته زیان رسوي. له بلې خوا ملا غواړي دغه کوکنار ټولې امریکې ته ورسیږي څو د هغوی پیسې افغانستان ته مخه کړي او ځوانان یې په نشو معتاد شي."
پلار ته مې دغه ځواب خوند ورنکړ. ځکه هغه خبر و چې ملا عمر د کوکنارو په ضد و. کله چې زما پلار چلوونکي ته دغه خبره وکړه چې ملا دغه ډول کار نه غواړي. چلوونکي سر وخوځاوه او وی ویل: هو تاسو ریښتیا وایاست. ستر ملا محمد عمر دغه کار ناروا بولي خو فتوایٰ یې یوازې د امریکایانو په برخه کې ده او بس!
پلار مې د چلوونکي ددې ځواب په مقابل کې چوپ پاتې شو خو خوښ نه و. که څه هم پلار مې په ټولې مانا سره د امریکایانو خلاف و خو په دې برخه کې یې هیڅکله د اسلامي ارشاداتو څخه سرغړونه نه کوله. د مخدره موادو قاچاق او کاروبار یې نه خوښوه.
زه حیران په دې وم چې د طالبانو مشر زما د پلار په څير ولې له امریکایانو کرکه درلودله؟ که زما پلار له امریکایانو کرکه درلودله هغه خپل دلایل درلودل یو دا چې که امریکایانو ځان د سعودي له کاروباره کونج ته کړی وای نو دی او مجاهدین به یې په دې توانیدلي وای څو سعودي او کویټ وژغوري او له بلې خوا ده غوښتل چې په عربي نړۍ کې د تل لپاره د یوه اتل په سترګه ورته ولیدل شي.دا امریکایان وو چې هم یې دغه شهرت ترې واخیسته او هم یې دې ته مجبور کړ چې له خپل اصلي ټاټوبي وشړل شي. تر دې چې په سوډان کې یې هم پرینښود. ما باور نه کاوه چې له ملا عمر سره دې هم امریکایانو ورته چلند کړی وي. ملا عمر په خپل ژوند کې سختۍ ګاللې وې. ملا عمر هوتک پښتون و. پلار یې له اجله مخکې وفات شوی و. دی د پلار له مرګ څخه وروسته په ۱۹۵۹ز کې د کندهار د یوه واړه کلي په یوه خټین کور کې زیږیدلی و. عمر په داسې یوه هیواد کې زیږیدلی و چیرې چې یوازې هغه کسان واک کولای شي
چې یا پیسې ولري، یا شاهي خندان سره تړلی وي او یا هم خانداني رسوخ ولري. عمر په داسې یوې کورنۍ کې زیږیدلی و چې نه یې پیسې، نه یې واک او نه یې هم خاندان درلوده. ده ته په دې هیواد کې د یوې ورځې واک رسیدل هم ناممکن ول.ده خپلې زده کړې په اسلامیاتو کې د پاکستان په مدرسو کې کړې وې. ده ته د اسلام هغه متشدد اړخ ښودل شوی و. له قرآن کریم او حدیثو څخه یې بل ډول تفسیر درلوده. دغه اوږد، نري سړي خپله ټوله ځواني خپلې کورنۍ ته په مزدورۍ کولو اوبه کړې وه. کله چې روسانو په افغانستان حمله ترسره کړله نو عمر د مجاهدینو صفونو ته د نیک محمد تر قوماندې لاندې ودانګل. دا چې ملا یو هڅاند کس و نو ډیر زر یې پخپلو شاوخوا مجاهدینو کې رسوخ ومونده. په جګړو کې ډیر ټپي شو او حتیٰ سترګه یې هم له لاسه ورکړله. د سترګې له لاسه ورکولو دده مخه ډارونکی کړ. کله چې یې د جګړې وړتیا نه درلودله نو د کندهار په یوې مدرسې کې یې په تدریس پیل وکړ.
کله چې له افغانستان څخه روسان ووتل نو پخواني مجاهدینو وحشت خپرولو ته مخه کړله. په ښځو او هلکانو یې جنسي تیري وکړل؛ خلک یې اختطاف کړل او په ویرې اچولو بوخت شول. ملا عمر که څه هم نه غوښتل چې په جنګونو او حالاتو کې بوخت شي خو د پخوانیو مجاهدینو او اوسنیو جنګسالارانو وضعیت دې ته مجبور کړ چې خپل شاګردان را ټول او له مجرمینو سره یې جګړې ته اماده کړل.
دا چې مجرمین یې یو په بل پسې مات کړل، نو سړی په هیواد کې د اسلامي نظام د رامنځ ته کولو په فکر کې شو. ملا عمر د قوانینو په برخه کې د جدیت او مذهبي والي له کبله ډیر زر په خلکو کې محبوبیت خپل کړ. دغه محبوبیت ددې سبب شو چې د طالبانو فوځ رامنځ ته شو. هماغه و چې طالبانو د خپلو مخالفینو په ځپلو لاس پورې کړ او یو په بل پسې یې له صحنې څخه وویستل. د احمد شاه مسعود تر مشرۍ لاندې، د شمال ټلواله یې هم په ګونډو کړله. پلار به مې چې هر چیرې سفر کاوه نو په احتیاط به یې ګام پورته کاوه ځکه تر دې دمه مې پلار له ملا عمر سره نه وو لیدلي نو ځکه هغه نه پوهیده چې عمر به ورسره څه ډول چلند کوي. د ملا نورالله په ملاتړ مو یو څه زړه تکیه و خو بیا هم له ملا محمد عمره ډاریدلو ځکه هر وخت یې کولای شول چې زمونږ د نیولو او یا هم له هیواده د ویستلو امر وکړي. له دریو ساعتونو مزله وروسته، چې سرک د پخوا په پرتله لا پسې خراب شوی او کنډې کپر شوی و، باالاخره مونږ خپل مطلب مقصود ته ورسیدلو. د تورې بوړې د غره څوکې له آسمان سره خبرې کولې او دومره لوی و چې بیخې یو په بل کې سره ننوتلي را ننوتلي وو. کومه تیږه به مو د بدختې کورنۍ لپاره د کور ځای ګرځي؟
نور نو سرک ښه نیغ شو. ایله دومره لاره وه چې زمونږ د ګاډي ټایرونه په کې تیر شي. د یوې وړې تیږې ښویدنې او یا هم زمونږ یوې وړې بې احتیاطۍ کولای شول چې مونږ د خاورو خوراک کړي.
samiullahelam@gmail.com