
د عراق د کورنیو چارو وزارت وایې چې د ابو غریب او تاجي زندان د زندانیانو په ازادولو کې د زندان ساتونکو مهم رول ادا کړیدی. خو د عراق لپاره القاعده وایې چې دا ددوی د عملیاتو برخه وه چې خپل ۵۰۰ ملګري له زندان څخه ازاد کړي.
دوی وایي چې په دې زندان یې د عملیاتو په موخه میاشتې، میاشتې تیاري نیولي وو. په زندان باندې د حملې له کبله د زندان ۲۶ ساتونکي وژل شویدي.