بلغاريا کې پوليسو سياستوال ازاد کړل

د بلغاریا پولیس په دې وتوانیدل چې په سلګونو ژورنالیستانو، سیاستوالو، وزیرانو ته چې په پارلمان کې د لاریون کوونکو لخوا بند شوي وو، ازاد کړي. لاریون کوونکو په سیاستوالو د فساد تور لګاوه. دوی په خپلو شعارونو کې ویل چې وکیلان یې مافیا دي باید استعفیٰ وکړي.
کله چې پولیسو سیاستوال په ملي بس کې له پارلمانه ویستل نو لاریون کوونکو ورباندې تیږې وورولې.