د جنوبي سوډان مشر کابینه شړلې

د جنوبي سوډان ولسمشر سلوا کیر میارډيټ خپل مرستیال مشر سره له ټولې کابینې په کور کینولی دي.
دغه فرمان چې ولسمشر پرون سه شنبه لاسلیک کړی، په پلي کیدو به یې مرستیال وزیران هم له دندو ګوښه شي. له بل پلوه ده د کابینې وزارتونه له ۲۹ څخه ۱۸ ته کم کړیدي. په ورته وخت کې ولسمشر ۱۷ لوړ پوړي پولیس صاحب منصبان هم له دندو ګوښه کړیدي.