
په مصر کې اخوانیان چې تقریباً شل ورځې کېږي د خپل حق غوښتلو لپاره په لاریون بوخت دي پرون په قاهرې کې له یوې اوچتې ودانۍ تر برید لاندې نیول شویدي.
په ورته وخت کې د قاهرې په یوې وتلې سیمې کې د پولیسو په یوې پوستې برید شویدی او تقریباً ۱۹ پولیس یې ژوبل کړیدي.د مصر نوی ولسمشر عدلي منصور چې د کودتا په زور واک ته رسیدلی دی یو ځل بیا د مرسي په اخوان المسلمین غږ کړیدی چې خبرو ته دې ورسره کیني!!!