
د امنيتي ځواکونو له لوري د تېرې يوې اونې په لړ کې دخوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې دچاڼيزو عملياتو په ترڅ کې ٥٦ بېلابېل ډوله ماينونه کشف او خنثا شوي ، يو پاسلګت توپ اوڅلورتنه د وسلوالو سره د تړاوپه تو ر نيول شوي، همداشان يوه عراده موټر او موټرسايکل د تښتوونکو له منګولو ازاد شوي او خپلو مالکانو ته سپارل شويدي.
داڅرګندونې د روان لمريز کال د څنګاښ مياشتې په ٣١مه نېټه دخوست ولايت د ګډې همغږۍ په نظامي غونډه کې په ډاګه شوې.
دغه غونډه چې دخوست ولايت والي عبدالجبارنعيمي ترمشرۍ لاندې جوړه شوي وه، په کې خوست امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى، د ملي اردو د لومړۍ پلي لوا قوماندن بريدجنرال محمدناصرهدايت،د ملي امنيت ريس جنرال عبدالواسع احمدزي،د سرحدي ځواکونو قوماندان سمونمل حضرت الدين، د ګډې همغږۍ دنظامي مرکز مرستيال بريدجنرال غازي ميرځدراڼ او يو شمېر نورو نظامي افسرانو ګډون درلود.
غونډې ته په سر کې د ګډې همغږۍ د نظامي مرکز مرستيال بريدجنرال غازي ميرځدراڼ د تېرې اونۍ په لړ کې د امنيتي او کشفي ځواکونو دعملياتو ،مشترکو حرکتونو ،لاسته راوړنو او تدابيري پلانونو په تړاو دګډې همغږۍ د نظامي مرکز ګزارش وړاندې کړ ،نوموړي وويل چې دتيرې اونۍ په جريان کې ملي اردو ملي پوليسو ،سرحدي ځواکونو او ملي امنيت منسوبينو مستقل اوګډ حرکتونه دخوست په مرکز او لرې پرتو ولسواليو کې ترسره کړي اودخپلو حرکاتو پرمهال يې دوسلوالو مخالفينو ويجاړونکي پلانونه خنثي کړي اوهم يې په بېلابېلو ولسواليو کې ډير ځاى پرځاى شوي ماينونه خنثي کړې دي چې دامنيت په ټينګښت کې يې اساسي مرسته کړې ده.
ورپسې دخوست ولايت د ملي امنيت ريس اجنرال عبدالواسع احمدزي د دې ادارې په چوکاټ کې د ترسره شويو فعاليتونو، لاسته راوړنو او برياوو په هکله راپور وړاندې کړ.
احمدزي د خپل راپور په يوه برخه کې وويل د تېرې يوې اونۍ په لړ کې يې ٩ بېلابېل ډوله ماينونه کشف او خنثا کړي ، څلورمشکوک کسان يې د وسلوالو مخالفينو سره د تړاو په تور نيولي ، همداشان هغه بار موټر يې هم نيولى دى، چې په تاريخ تېرې انرژۍ يې رالېږدولي وې او غوښتل يې دغه په وخت تېرې انرژۍ دخوست په خلکو وپلوري.
په خوست کې د لومړۍ پلي لوا قوماندان بريد جنرال محمدناصرهدايت په خپل اونيز راپور کې وويل:
دتېرې يوې اونۍ راهيسې يې د بېلابېلو چڼيزو عملياتو په ترڅ کې دخوست په مرکز، ولسواليو او همداشان د پکتيا ولايت په ځينو اړونده سيمو کې هغه ٣١ ځاى پرځاى شوي بېلابېل ماينونه کشف او خنثا کړي دي، چې وسلوالو مخالفينو د په لويو لارو ، پلچکونو او نورو عامه ځايونو کې پدې موخه ايښي وو، چې دافغان حکومت دملکي او نظامي ارګانونو کارکوونکو، سرتېرو او عامو خلکو ته د روژې په مبارکه مياشت کې درانه مرګ ژوبله ورواړوي.چې د ده په خبره د ملي اردو پياوړو ځواکونو يې په وخت سره مخه ونيوله او ددښمن شوم پلانونه يې په نطفه کې خنثا کړل.
بريدجنرال محمدناصرهدايت وويل ، د ملي اردو او ملي پوليسو په ګډه توګه ددې ولايت ټولو ولسواليو ته د راتلونکو ټولټاکنو لپاره دتياري مواد ولېږل او هلته ځاى پرځاى شول.
خوست امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى په خپل اونيز راپور کې د ډاډمن امنيت د ټينګښت لپاره په مرکز او ولسواليو کې د ملي پوليسو په ګرځنده ګزمو، چڼيزو عملياتو ، تلاشيو او چيک پاينټونو خبرې وکړې.چې په ترڅ کې يې ديو شمېر ماينونو د لاسته راوړلو ترڅنګ له وسلوالو مخالفينو پاسلګت توپ هم نيولى دى.
نوموړي وويل په تېره اونۍ کې يې دوه عرادې موټرونه او دوه عرادې موټرسايکلونه د غلو له منګولو خلاص کړي او خپل مالکانو ته يې سپارلي دي.
باقي زوى زياتوله، دخوست په ښار او شاوخوا سيمو کې يې د هرډول پېښو د مخنيوي په موخه د تلاشۍ او ګرځنده ګزمو پروګرامونه زيات کړي او ددخلکو د سراو مال د خونديتوب لپاره به دوام ولري.
دسرحدي ځواکونو قوماندان ډګرمن حضرت الدين هم په سرحدونو او ستراتيژيکو نقطو کې د خپلو ځواکونو د بشپړ چمتوالي په هکله غونډې ته مالومات وړاندې کړل ا وويې ويل چې ځواکونه يې هره شېبه دې ته تيار دي، چې له خپلو پولو ساتنه او دفاع وکړي.
خوست والي عبدالجبارنعيمي د امنيتي ارګانونو د مسوولينو له کړنو، فعاليتونو او لاسته راوړنو ستاينه وکړه.