
دغه ایرانی ډیپلوماټ د ایران په صنعا کې هغه مهال د وسلوالو کسانو لخوا وتښتول شو چې په ډیپلوماټیکه ساحه کې د تګ په حال کې و. په یمن کې د عبدالله صالح له پرځیدلو وروسته ددې هیواد په جنوب کې زور زیاتی او له یمن څخه د بیلوالي حرکتونه پیل شویدي. تیر کال هم یو سعودي دیپلومات د یمن له عدن څخه تښتول شوی و. ایران هڅه کوي چې په دې هیواد کې له لږکیو شیعه ګانو سره مرسته وکړي څو خپله برخه له مرکزي یمن څخه بیله کړي. عربي پسرلی د سیمې هیوادونو په تاوان تمام شو.