د مصر کابینه د اعتراضاتو په منځ کې لومړنۍ غونډه کوي

د مصر د مؤقتي حکومت کابینه د لومړي وزیر حازم بیبلاوي تر مشرۍ لاندې په داسې حال کې غونډه کوي چې لا هم په ټول مصر کې د مرسي په ملاتړ لاریونونه روان دي. د شنبې په ورځ د قاهرې په یوې سیمې کې د فوځ لخوا درې ښځې چې د مرسي پلویانې وې او په لاریون کې یې برخه اخیستې وه ووژل شولې. ښځینه لاریون کوونکو پرون خپلو لاریونونو ته په دې اړه زور ورکړ او پخپلو شعارونو کې یې د مرسي خلاف د کودتا مشر او ددفاع وزیر سیسي وننګوه: ولې، ولې دې زمونږ خویندې ووژلې؟ سیسې مونږ یې له تا پوښتو، ولې؟
د مرسي په زرګونو پلویان له درې اونیو را پدیخوا د قاهرې په رابعه العدویه جومات مخې ته راټول دي او د خپل مشر مرسي د ازادیدو او په خپلې چوکۍ د برحالیدو غوښتنه کوي.
نړیواله ټولنه چوپ ده او د تماشاچيانو رول ادا کوي. هغه کسان چې د دیموکراسۍ پلویان یې ځانونه بلل اوس یې په خولو مهر لګیدلی دی.
پرون په سویز کانال، فایوم، الکسندریه، منصوره،اسماعیلیه، الاریش کې د مرسي په پلوۍ لوی لاریونونه شویدي.
په سویز کې د پولیسو او د مرسي د پلویانو ترمنځ په لاریون کې ۲۲ کسان ژوبل شویدي.
کابینې د خپلې لومړنۍ غونډې پرمهال د مرسي په پلویانو غږ کړی چې خبرو ته ورسره کیني او لاریونونه بس کړي خو اخوانیان کابینې او مؤقت حکومت ته د فوځ په اوږو ولاړ حکومت په سترګه ګوري.