د لاريون پرېکړه ليک



د افغان ملي هويت، ملي ارزښتونو او ملي مقدساتو نه د دفاع
 د لاريون پرېکړه ليک
 
د نړۍ په هر هېواد کې يو شمېر داسې ارزښتونه دي چې دهغه هېواد ټول وګړي يې د ملي ارزښتونو  په توګه د درناوي مکلفيت لري. د بيان آزادي په دې مانا نه ده چې هر څوک هر څه وويلای شي، بلکې د هغې پر وړاندې هم سرې کرښې او بريدونه څرګند وي. ملي هويت، ملي ارزښتونه او ملي وياړونه د يوه هېواد ملي حريم ګڼل کېږي او له هرډول تېري څخه خوندي وي. له بده مرغه په افغانستان کې د نورو ډېرو ټولنيزو ارزښتونو  تر څنګ اوس د بيان ازادۍ هم د ملنډو بڼه غوره کړې ده. د ملت هغه کور چې د هېواد  له ملي او معنوي ارزښتونو باید دفاع وکړي، اوس په خپله ملت ته د توهين په کور بدل شوی دی.
که په تېره يوه لسيزه کې جرم، جنايت، فساد او جاسوسۍ ته د چارواکو له خوا په لوی لاس جواز ورکړل شو، اوس د افغان ملت هويت، ارزښتونو، وياړونو او اساسي قانون ته سپکاوی هم ورو وروعادي کېږي. پرديو ګوډاګيانو اوس خبره دې ځايته رسولې، چې د  افغان او افغانستان نوم د ځان  لپاره ننګ ګڼي؛ د ملي سرود او ملي بيرغ پر ځای په يو شمېر پردي پالو رسنيو کې براعلی تنظيمي سرودونه غږول کېږي او پردي بيرغونه رپول کېږي.
د افغانستان له منتخب ولسمشر او د ده له حکومت څخه دا تمه وه، چې د  ملي يوالي او ملي هويت د پياوړتيا لپاره به د يوې دقيقې ستراتيژۍ له مخې کار کوي، خو له بده مرغه د قومونو ټېکه داري په لوی لاس داسې بلواکه جنګسالارانو ته  وسپارل شوه، چې خپله بقا او ګټه د افغان ملت په سپکاوي او ملي نفاق کې ګوري. يوازې په تېره  اونۍ کې موږ  د دې شاهدان يو چې څنګه د ملت په کور!؟ کې د اساسي قانون شپاړسمې مادې ته سپکاوی وشو، د افغانستان د ملي ارادې تاريخي مظهر لويه  جرګه مردوده وګڼل شوه او د افغانستان ترټولو لوی قام پښتنو ته سپکې سپورې وويل شوې، خو هېچا يې پر وړاندې غبرګون ونه ښود. دا ځکه چې اوس د افغان ولس د ښو او بدو  پرېکړه د جنګسالارانو او درغلګرو په لاس کې ده. کله چې د ولسي جرګې پخوانۍ غړې ملالۍ جويا جنګسارالانو ته ګوته ونيوه، نو سمدستي له ولسي جرګې څخه وشړل شوه، خو کله چې د ولسي جرګې يو شمېر غړي په ډېرې بې شرمۍ سره ملي ارزښتونو، ملي هويت او د افغانستان شريفو قومونو ته سپکاوی کوي، د يوې عادي مسألې په توګه له سره تېرېږي.
څرنګه چې واکمنې ادارې افغان ملي هويت، ملي ارزښتونو او ملي وياړونو ته د سپکاوي پر وړاندې سترګې پټې او غوږونه کاڼه کړي، افغان ملي غورځنګ نور نه شي کولای لاس تر زنې کښېني او د خپلو ملي مقدساتو د سپکاوي ننداره وکړي. موږ د دې تر څنګ چې د لومړني غبرګون  په توګه د افغانستان لويې څارنوالۍ ته هم  يوه عريضه سپارلې ده، د خپل سوله ييز لاريون له لارې پر ملي شورا غږ کوو، چې:
v    د هغې رويې له مخې چې ملالۍ جويا له ولسي جرګې څخه وايستل شوه، افغان ولس ته د سپکاوي له کبله دې سيد انور سادات سمدستی له ولسي جرګې څخه وشړل شي او د جزا قانون د ۲۳۳ مادې له مخې قومي تبعيض ته د لمن وهلو له کبله او د ۲۴۰ مادې له مخې افغان  ولس ته د توهين  له کبله دې محاکمه شي.
v    د ولسي جرګې لومړی مرستيال  مېرويس ياسيني، چې د افغانستان ملي او تاريخي مؤسسې لويې جرګې ته يې سپکاوی کړی، بايد سمدستي د ولسي جرګې له غړيتوب څخه خلع شي او د جزا قانون  د ۲۴۶مادې له مخې لويې جرګې ته د سپکاوي له کبله محاکمه شي.
v    موږ د افغانستان له قضايي ادارې څخه کلکه غوښتنه کوو، چې د بلخ والي عطا محمد نور په څېر کسان چې د افغانستان ملي بنسټونو او ملي هويت ته سپکاوی کوي، سمدستي له خپل مقام څخه لرې او د پورتنيو موادو پر بنسټ محاکمه کړي.
v    موږ د افغانستان له ولسمشر، سترې محکمې او لويې څارنوالۍ څخه کلکه غوښتنه کوو، چې نور دې له  افغان ملي هويت، ملي ارزښتونو او مقدساتو د قانون په چوکاټ کې کلکه ننګه او دفاع وکړي او افغان ولس دې ته اړ نه کړي چې د دفاع چاره پر خپله غاړه واخلي او پاڅونونو ته مخه کړي.
v    موږ د  افغان  پر مېړني ولس غږ کوو، چې د ملي یووالي له لارې د بهرنيو دښمنانو او کورنيو ګوډاګيانو هر ډول دسيسې شنډ کړي او د ملي خاينانو کړه وړه د هغوی د شريفو قومونو له حساب څخه جلا وګڼي.
v    په پای کې موږ خبرداری ورکوو، چې که چېرې د افغان ملي غورځنګ غوښتنې ونه منل شي او له ملي نواميسو څخه د دفاع په  لار کې افغان  دولت خپل مکلفيتونه ترسره نه کړي، نو د راتلونکو غبرګونونو د عواقبو پړه به يوازې د دولت پر غاړه وي.