مشره ژورناليسته هيلن له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې

هغه ستونزې جوړونکې ژورنالیسته چې ۵ لسیزې یې سپینه ماڼۍ یې تر خپل پوښښ لاندې نیولې وه د ۹۲ کلونو په عمر وفات شوله.
دې به تل خپلې خبرې په څلورو کلیمو پای ته رسولې: Thank you Mister President!
دې خپل کار د جان اِف کینیډي له دورې څخه پیل کړی و. د بوش په دورې کې نوموړې حاشیې ته ټیل وهل شوه. دې د عراق د جګړې په سر نوموړی د امریکا بدترین ولسمشر خطاب وکړ. دې په ۲۰۰۹ز کې له اوباما وپوښتل: افغانستان څه وخت پریږدئ؟ څومره به هورې وژل کیږو؟ د نه وتلو لپاره د بوش چټیات ونه وایې چې ویل یې:" که مونږ هلته لاړ نشو نو هغوی به دلته راشي."
هیلن د امریکا په ډیټروایټ کې د یوه لبناني مهاجر په کور کې زیږیدلې وه. په ۲۰۱۰ز کې rabbilibe.com ترې وپوښتل چې د اسراییلو په اړه یې نظر څه دی؟ دې په ځواب کې ورته وویل: "دغو جهنمیانو ته دې وویل شې چې له فلسطین دې ووځي!"
دې دا هم وویل: "په یاد ولرئ، فلسطینیان د تیري لاندې دي او دا ځمکه د فلسطینیانو ده."
دې د خپلې نویمې زوکړې په ورځ له خپلې دندې تقاعد وکړ. د اسراییلو په اړه یې تبصرې لا پسې مشهوره کړله او نوموړې یې په ستونزو کې ګیره کړله. 
Journalistin Helen Thomas auf ihrem Platz in der ersten Reihe