بیبلاوي: راځئ چې خبرو ته سره کینو

 د مصر مؤقت لومړي وزیر حازم بیبلاوي په اخوان المسلمین غږ کړی چې خپلو لاریونونو ته د پای ټکی کیږدي او له مؤقتې ادارې سره خبرې وکړي خو اخوانیانو دا دعوت رد کړیدی. هغوی وایي چې هغه وخت به خبرو ته سره کیني کله چې لومړی منتخب ولسمشر محمد مرسي خوشې شي. اخوانیان بیبلاوي ته د فوځیانو لومړي وزیر په سترګه ګوري.
پرون لومړي وزیر یوې لس کسیزې کمیټې ته دنده وسپارله څو اساسي قانون له سره تسوید کړي.
دوی به لس ورځې وخت ولري څو په قانون کې د نوي حکومت په خوښه بدلونونه رامنځ ته کړي او پس له هغې به یې یوې ۵۰ کسیزې شورا ته د منظورۍ په موخه ولیږي. مرسي د اساسي قانون لپاره د ۲۰۱۲ز په ډیسمبر کې ۶۴ سلنه رایې خپلې کړې وې.
بیبلاوي هڅه کوي څو اقتصادي او امنیتي رغښت رامنځ ته کړي.