
دا چې د سوریې کړکیچ پسې اوږد شو او کومه نتیجه باغیانو خپله نه کړله او اسد هم پخپل زور کې لا هغسې دې چې باید نه وای. صالح مسلم، د سوریې د کردانو مشر د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې دوی به پخپلو سیمو کې خودمختاره دولت رامنځ ته کړي.
صالح وایې: مونږ د سوریې د کړکیچ لپاره خوشبین نه یو. نو ځکه غواړو چې د سوریې په شمال کې خپل حکومت رامنځ ته کړو.ده وویل چې اوس به مؤقتاً په حسکه او حلب باندې حکومت کوو خو که مرکزي حکومت رامنځ ته شي نو بیا به تصمیم نیسو.
کردان په سیکولر سیستم تاکید کوي چې دغه کار یې د اسلامي جنګي ډلو غوسه راپارولی ده نو ځکه یې ددوی مرکزونه تر خپلې حملې لاندې نیولې دي.